د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د زمري ۲۵ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو د مشر له لوري د طالبانو له کابینې، د سرپرستۍ د کلمې د حذفولو تازه امر؛ له پراخو غبرګونو سره مخ شوې ده.

یو شمېر سیاسي څېرې وایي، چې د طالبانو مشر په دې کار سره له نړیوالې ټولنې سره د تعامل دروازه وتړله.

د طالبانو کابینه په ۱۴۰۰ لمریز کال کې معرفي شوه، خو تر اوسه د دوی په دې کابینه کې، له طالب څېرو پرته بل څوک نه دي ټاکل شوي او نه هم کومه ښځه د دوی د کابینې غړې ده.