ښځې

طالبانو ځاځي اریوب تفریحي سیمې ته د ځینو کورنیو د ورتګ مخه نیولې

د پکتیا ولایت څخه سرچینې امو ته وايي، چې طالبانو د دغه ولایت د اریوب ځاځي تفریحی سیمې ته د اختر په شپو ورځو کې د کورنیو د ورتګ مخه نیولې ده.

سرچینې دوشنبه د غبرګولي په ۱۹مه وویل، چې د کورنیو د ورتګ مخه د امرې بالمعروف په خوښه د یاد پارک د دراوزې د مسؤلو کسانو لخوا نیول شوې ده.

سرچینې زیاتوي، چې د افغانستان له ګڼو ولایتو څخه ځینې کورنۍ د چکر او د یادې سیمې د لېدو لپاره ورغلې وې، خو دغې سیمې ته ندي پرېښودل شوي.

سرچینې وايي، چې په یادو کورنیو کې ماشومان، میرمنې او د کورنۍ نور غړي شامل و، چې یادې سیمې ته د چکر لپاره تللي و.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر کورنۍ پارکونو او تفریخي سیمو ته له ورتګ منع شوي دي.