ښځې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو شمېر ښځینه کارکوونکي وايي طالبانو ورته د مرګ ګواښ کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ادارو کې یو شمېر ښځینه کارکوونکو آمو ته ویلي چې طالبانو په سیستماتیک ډول دوی او د دوی کورنۍ ګواښلي او تر فشار لاندې یې راوستې چې په دې ادارو کې له کار کولو لاس واخلي.

دغو ښځو زیاته کړې چې طالبانو په وار وار دوی او د دوی کورنیو ته ګواښونه کړي او خبرداری یې ورکړی، چې که کار ته دوام ورکړي نو وبه نیول شي.

د دوی په وینا، د طالبانو یو شمېر غړو حتی دا کارکوونکي په مرګ ګواښلي دي.

خو، طالبان د دې راپورونو په وړاندې چوپ دي.

هغو ښځو چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې د طالبانو غړو په وار وار د دوی کورونو ته مراجعه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که دوی د کار په ځای کې وي، نو د نیولو او حتی مرګ سره به مخ شي.

د ملګرو ملتونو یوه ښځینه کارکوونکې آمو ته وایي: «طالبانو زما کورنۍ ته ګواښ وکړ چې که زه کار ته دوام ورکړم، نه یوازې زه بلکې زما د کورنۍ غړي به هم له جدي پایلو سره مخ شي. دا ګواښونه په مخامخ توګه او ځینې وختونه د تلیفون له لارې شوي دي.»

دا ګواښونه په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو واک ته له راستنیدو راهیسې د ښځو اساسي حقونه، په ځانګړې توګه د کار او زده کړې په برخو کې، په جدي توګه محدود کړي دي.

خو د نړیوالو سازمانونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو فشار په افغانستان کې د بشري او پرمختیایي همکارۍ لپاره کوم پیغامونه لري؟

له دې مخکې انډیپنډنټ د سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې په کابل کې نامعلومو وسله والو د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو کورنۍ ګواښلې او تر فشارونو لاندې یې راوستې تر څو د دوی د فعالیت مخه ونیسي.

د دې راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د می په وروستیو کې په دې ګواښونو کې له کار څخه د ښځینه کارکوونکو تر کورونو پورې د دوی څارل شامل دي او دا چې د دوی د کورنۍ نارینه غړي یې دې ته اړ کړي چې د دوی د کار د بندولو لپاره لیکلي او فلم شوي ژمنې چمتو کړي.