د طالبانو تر واک لاندي د باختر خبري آژانس د راپور پر بنسټ، تېره ورځ (پنجشنبه، غبرګولي ۱۵) ایران او پاکستان ۷۷۵ افغان کډوالې کورنۍ ایستلي دی.
له دغې ډلې، ۷۱۵ کورنۍ له ایرانه او ۶۰ کورنۍ له پاکستانه ایستل شوي دي.
ویل کیږي، چې د تورخم له لارې ۴۲ کورنۍ او د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۸ کورنۍ راستانه شوي دي.
همدارنګه، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۲۳ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۵۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په تېره میاشت کې، ایران ۱۵زره او ۶۷۵ افغانې کډوالې کورنۍ ایستلي دي.
دغه سازمان راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د مې له پیل راهیسې له ایران څخه د افغان وګړو جبري ایستنه په بېساري ډول زیاته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې نابرابرۍ او د عایداتو نشتون د هغو کډوالو ژوند ستونزمن کړی دی، چې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، د هېواد د نورو وګړو په پرتله، یوازې ۱۴ سلنه راستنېدونکي کډوال تعلیمي خدماتو ته لاسرسی لري.
دغې کمیشنرۍ ویلي، چې اقتصادي ستونزې او ټولنیز شرایط د راستنېدونکو کډوالو لپاره د خدماتو لاسرسي ته خنډونه جوړوي.