نړۍ

ګوټرش: په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو ۱۲۶ کارکوونکي په غزه کې وژل شوي دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوټرش د دې سازمان د وژل شوو کارکوونکو د کلنۍ یادغونډې په مراسمو کې، چې په نیویارک کې ترسره شوه، وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې ملګري ملتونه د «بې‌ساري او نه‌منونکي تلفاتو» شاهدان وو، په ځانګړي ډول په غزه کې.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو ۱۶۸ کارکوونکو څخه چې په ۲۰۲۴ کال کې د دندو پر مهال د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ژوند له لاسه ورکړ، ۱۲۶ تنه یې یوازې په غزه کې وژل شوي دي.

ښاغلي ګوټرش زیاته کړه: «یوازې تېر کال، زموږ ۱۲۶ تنه همکاران په غزه کې وژل شوي؛ چې له دې ډلې ۱۲۵ تنه د یونروا (د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار اداره) کارکوونکي وو. ځینې یې له خپلو کورنیو سره یوځای وژل شوي دي. زه یو ځل بیا د بشپړې حساب‌ورکونې غوښتنه کوم.»

هغه دې ته هم اشاره وکړه، چې د غزې په یونروا کې له هر ۵۰ کارکوونکو څخه یو تن وژل شوی، او دا د ملګرو ملتونو د تاریخ تر ټولو لوړه مرګ‌ژوبله بلل کېږي.

ګوټرش ټینګار وکړ: «موږ به د بشري کړاو پر وړاندې بې‌پامۍ ونه‌ښیو. د ملګرو ملتونو کارکوونکو، مرستندویانو، خبریالانو، طبي کارکوونکو او ملکي وګړو وژل باید یوه عادي پېښه ونه‌ګرځي. هېڅوک باید له مجازاته معاف نه‌وي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي د وژل شویو کارکوونکو یاد ولمانځه او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو لپاره کار یوازې یوه وظیفه نه، بلکې یو انساني رسالت دی. هغه زیاته کړه، دغه کارکوونکي په چوپتیا، قوي ارادې او بې‌نیازۍ سره د بشریت خدمت ته ژمن وو.