سیاست

هېوادوال: له طالبانو سره تعامل دې د افغان ولس او بشري حقونو د قربانۍ سبب نه شي

د هېواد یو شمېر وګړي د هغو اقدامونو په غبرګون کې چې دوی یې له «طالبانو سره د تعامل په برخه کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو تازه اقدام» بولي، خبرداری ورکوي، چې له طالبانو سره تعامل باید د خلکو د هېرېدو او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د له پامه غورځولو په قیمت ترسره نه شي.

دوی همداراز له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د ښځو او د ټولو اړخونو په ګډون، د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو لپاره د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي. دغه غبرګونونه په داسې حال کې دي، چې تازه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سفیر په کچه د ډیپلوماټیکو اړیکو له احتمالي لوړېدو هرکلی کړی دی.

وروسته له هغې چې تېره اونۍ درې هېوادونو؛ روسیې، پاکستان او متحده عربي اماراتو، له طالبانو سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د رسمي سفیر د منلو تر کچې وغځولې، اوس د هېواد یو شمېر وګړي د ځینو هېوادونو له دغه چلنده نیوکه کوي او ټینګار کوي چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو په رعایت، د خلکو د غوښتنو پوره ‌کولو او د یوه ټول‌ګډونه حکومت تر جوړېدو پورې د مشروط وي.

دغه هېوادوال خبرداری ورکوي چې له طالبانو سره تعامل باید د خلکو د هېرېدو او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت له پامه غورځولو په بیه دې ترسره نه شي.

د کابل اوسېدونکې، مدینه، وايي: «نړیواله ټولنه باید د طالبانو له نرم سیاست او سپین‌کارۍ سره، د دوی له کړنو سترګې پټې نه کړي. ښځې لا هم د زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند د ګډون له حقه محرومې دي، او د منتقدینو غږونه خاموشه کېږي. زموږ د غوښتنو له پامه غورځول او د طالبانو سپین‌کاري زموږ په حق کې ظلم دی.»

دغه غبرګونونه په داسې حال کې دي چې تازه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو له زیاتېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا پرمختګ د تیرې میاشتې د غیر رسمي درې‌اړخیزې ناستې پایله ده چې د چین، طالبانو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ترسره شوې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لین جیان، وايي: «چین چمتو دی چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو د ښه والي لپاره رغنده رول ولوبوي. چین به له پاکستان، افغانستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي او د ګډ برخلیک لرونکې ټولنې په رامنځته کولو کې ژمن دی.»

سربېره پر دې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا عمومي رئیس محمد رضا بهرامي، ، ویلي چې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، سره یې لیدلي، او دا لیدنه د افغانستان په اړه وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا عمومي رئیس، محمدرضا بهرامي، وایلي: «نن مې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي، ښاغلي ضمیر کابلوف سره یوه رغنده لیدنه وکړه. زموږ خبرې د افغانستان پر وروستیو تحولاتو متمرکزې وې.»

تر دې وړاندې، یو شمېر د بشري حقونو فعالانو له طالبانو سره د ایران، روسیې او چین پر اړیکو دوامدار نیوکې کړي، او دا اړیکې یې د افغانستان د بشري وضعیت پر وړاندې د بېپروایۍ یوه بڼه بللې ده.

له دې مخکې، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد آمو ته په خبرو کې ویلي و چې له ګاونډیو او سیمیزو هېوادونو سره د دوی اړیکې د پراخېدو په حال کې دي ، خو تر اوسه هېڅ هېواد هم د طالبانو د رسمیت پېژندنې هڅه نه ده کړې. ځینو هېوادونو بیا ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو په رعایت پورې مشروط وي.