پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننگرهار، لغمان او کونړ ولایتونو له یو شمېر ځوانانو سره په لیدنه کې یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ښاغلي کرزي دفتر ویلي، چې په دې لیدنه کې د یادو دریو ولایتونو ځوانانو هم د نجونو او ښځو لپاره د کار او زدهکړې د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو مکتبونو د بندېدو تر اوسه پورې ۱زرو او ۴۵۶ ورځې تېرېږي او د پوهنتونونو له بندېدو څخه ۸۹۶ ورځې تېرې شوي دي.
طالبانو همداراز ښځې له غیردولتي ادارو څخه له کار کولو منع کړې دي. له دې سره سره، نجونې له طبي زدهکړو اخیستلو هم منع شوې دي.