د ایران د مرکزي ولایت د فراهان ولسوالۍ د امنیې قوماندان، سعید حسنی وايي، چې ۴۳ تنه بېسنده افغان کډوال په دغې ولسوالۍ کې نیول شوی دي.
د ایراني رسنیو په حواله د فراهان د امنیې قوماندان وویل: «د فراهان ولسوالۍ کې د ناقانونه بهرنیانو د راټولولو د طرحې د پلي کولو په موخه، دا موضوع د دې ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو لهخوا په ځانګړي ډول تعقیب شوه.»
د هغه په وینا، د تیرو دوو میاشتو په ترڅ کې، د فراهان ولسوالۍ امنیتي ځواکونو دغه کډوال نیولي او اړوند کمپ ته یې سپارلي دي.
د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد د ولسوالی د سیاسی، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال، مهدي رجبی، وايي چې هره ورځ له څلور زرو څخه زیات بيسنده افغان کډوال د دوغارون له پولی څخه خپل هېواد ته ستنېږي.
رجبي له ایرنا خبري آژانس سره په مرکه کې وویل: «د روان هجري لمرېز کال د غبرګولي له لومړۍ نېټې تر اوسه، د دوغارون له نړیوالې پولې څخه د ټول هېواد له بېلابېلو سیمو راټول او پېژندل شوي ناقانونه افغان وګړو ایستنه د تیرې غويي میاشتې په پرتله ۱۱۰ سلنه زیاته شوې ده.»
د کډوالو نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال په تېره میاشت کې، ایران ۱۵زره او ۶۷۵ افغانې کډوالې کورنۍ ایستلي دي.
دغه سازمان راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د مې له پیل راهیسې له ایران څخه د افغان وګړو جبري ایستنه په بېساري ډول زیاته شوې ده.