افغانستان

کابل کې ځیني ښوونکي وايي لا تراوسه یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي

له کابل ولایت څخه درې ښوونکو آمو ته ویلي، که څه هم تمه وه چې د دوی معاشونه د عام مهال‌وېش له مخې د سې‌شنبې په ورځ ورکړل شي، خو تر اوسه یې معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي.

دغه ښوونکي وايي، دوی ته له دوو میاشتو راهیسې معاش نه‌دی ورکړل شوی او نه پوهېږي چې څنګه د کوچني اختر هرکلی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تازه اعلان کړی چې د دولتي ادارو معاشونه به ورکړي.

دا هم په داسې حال کې ده، چې سبا (جمعه) د عرفې د ورځې مناسبت رخصت او د راتلونکي اوونۍ څلور ورځې هم د طالبان تر واک لاندې د ټولنیزو چارو وزارت له لوري رخصت اعلان شوي دي.