نړۍ

سلګونه‌زره حاجیان د عرفې ورځې د مناسکو اداکولو لپاره د عرفات میدان ته لاړل

د الله د کور زیارت کوونکي، د پنجشنبې په ورځ د عرفې ورځي د مناسکو د ادا کولو لپاره د عرفات میدان ته ولاړل. حاجیان د عرفې په ورځ له خپل رب سره راز و نیاز کوي، او دا ورځ د حج د مناسکو تر ټولو مهمه ورځ ده.

زیارت کوونکي له مکې څخه د لمر له راختو مخکې ځانونه د عرفات میدان ته رسوي. د رحمت ډبره د عرفاتو په صحرا کې ده؛ هغه ځای چې د مسلمانانو په باور، د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپله وروستۍ خطبه ورکړې وه.

حاجیان دلته له الله تعالی سره د دعا او راز او نیاز شېبې تېروي.

د مصر یو اوسېدونکی، حسن‌علي سلامه، وايي: «دا یو داسې احساس دی چې بیانول یې ګران کار دی. داسې ښکاري لکه چې ملایکې د انسان وجود پوښلی وي او انسان هیڅ احساس نه لري. انسان داسې احساس کوي چې زړه یې د خوشحالۍ، امید او یقین نه رېږدي، چې خدای تعالی به مو وبخښي او زموږ ټولې هیلي به پوره کړي. کله چې دا فضا وینې، سبحان‌الله – موږ د رحمت پر غره یو او داسې ښکاري چې رحمت راباندې نازل شوی دی.»

حاجیان تر ماښامه په عرفات کې دعا کوي، بیا بېرته مکې ته ستنېږي، څو د حج د نورو مناسکو لپاره، لکه د شیطان سنګسار، او د قرباني کولو لپاره د منا سیمې ته ولاړ شي.

قرباني به د جمعې په ورځ، چې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، ترسره شي.

حج د مسلمانانو تر ټولو ستر دیني مراسم دي، چې هر کال ترسره کېږي، او هر مسلمان چې مالي وسه ولري، په ژوند کې یو ځل پرې فرض دی.

د راپورونو پر بنسټ، سږ کال د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره؛ له ټولې نړۍ څخه له دوه میلیونه زیات کسان سعودي عربستان ته تللي دي.