طالبانو په پروان، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پروان ولایت په شینواري ولسوالی کې، یوه ښځه او یو سړی «له کوره د تېښتې» په تور، په دورو وهل شوي دي.
خبرپاڼه وايي، چې دغه کسان د دوشنبې په ورځ (غبرګولي، ۱۲) په ترتیب سره ۳۶-۳۶ دورې وهل شوي او هر یو په څلور کاله بند محکوم شوي دي.
دغه محکمه په یوه بله خبرپاڼه کې وايي، چط د خوست ولایت د ښاري محکمې د پرېکړې پر بنسټ، دوه تنه چې د نشهیي توکو په خرڅلاو تورن وو، د دوشنبې په ورځ (غبرګولي، ۱۲) له ۳۵ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د دوشنبې په ورځ (غبرګولي، ۱۲) د پکتیکا ولایت په سروضه ولسوالۍ کې، یو کس چې پر غلا متهم و ۳۶ دورې وهل شوی دی.
دغه کس په دوه کاله بند هم محکوم شوی دی.
په تېرو درېو کلونو کې، طالبانو له زر ډېرو کسانو، چې له ۱۶۰ څخه زیاتې ښځې هم پکې شاملې دي، د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي دي.
تېره دوشنبه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ، د طالبانو لهخوا د بدني مجازاتو د زیاتوالي په کلکه غندنه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل، چې د دورو وهلو سزاوې ودروي.
هغه د دوشنبې په ورځ په خپل اکسپاڼه کې ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅ پناه غوښتونکی نباید په زوره بېرته افغانستان ته واستول شي.
ښاغلي بنټ لیکلي: «تېره اونۍ په افغانستان کې، واکمنو چارواکو (طالبانو) لږ تر لږه ۶۳ سړي او ۴ ښځې په علني ډول په دورو ووهل. دا ظالمانه سزاوې چې د نړیوالو قوانینو خلاف دي، په ۲۰۲۵ کال کې په پراخه توګه زیاتې شوې دي او باید ژر تر ژره ودرول شي.»
هغه دغه کړنې د طالبانو د سرکوبګرې څېرې یادونه وبلله او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو ته غاړه کې نږدي.