په خیبر پښتونخوا کې سرچینې آمو ته وايي، چې د شمالي وزیرستان اړوند په سردیخېلو سیمه کې، د پاکستاني پوځیانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ شدیده جګړه نښتي، چې په پایله کې یې د عام وګړو کورونه ویجاړ شوي او یوه مېرمن ټپي شوې ده.
سرچینې چهارشنبه د غبرګولي په ۱۴مه آمو ته وویل، چې جګړه څو ساعته مخکې پیل شوې ده او درنې وسلې هم پکې کارول کېږي.
د سیمې څخه ځايي خلک وايي، چې پاکستاني پوځیانو په عامو کورونو توپونه ویشتي او د ډرون بمونه یې غورځولي، چې ځینې کورونه ویجاړ او خلک پکې زخمیان شوي دي.
سرچینې همداراز زیاتوي، چې ماشومان په ښوونځیو او خلک په عامو کورونو کې د ړندو مرمیو له ډاره بند پاتې دي.
سیمه کې خلکو له دواړو خواوو څخه غوښتنه کړي چې جګړه د عامو خلکو له کورونو څخه لیرې پراتو خلاصو سیمو ته یوسي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم په وزیرستان کې د جګړو له امله عامو خلکو ته د ځاني او مالي زیان راپورونه ورکړل شوي دي.