سویلي آسیا سیاست

د پاکستان استازي د طالبانو پر ضد د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې مشري تر لاسه کړه

عاصم افتخار احمد نماینده دائمی پاکستان در سازمان ملل متحد

هندي ورځپاڼې «اکونومیک ټایمز» راپور ورکړی، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی، عاصم افتخار احمد، د طالبانو پر ضد د بندیزونو څارنې ماموریت مشري په غاړه اخیستې ده.

د هندي رسنیو په وینا، دا مشري په داسې حال کې پاکستان ته ورکړل شوې، چې چین د افغانستان د کړکېچ په اړه خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو، چې پاکستان غواړي د دې کمیټې مشري تر لاسه کړي، څو له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې کړي او دا هڅې د چین په منځګړیتوب روانې دي.

د راپور له مخې، ، د طالبانو پر ضد د بندیزونو څارنې مرستیالان د ګیانا او روسیې هېوادونو استازي دي، او هندي رسنۍ دا د سیمې لپاره د هند د ستراتیژیک موقعیت لپاره یو «مثبت» ګام بولي.

د امنیت شورا د طالبانو پر ضد د بندیزونو کمیټه یا «۱۹۸۸» دا مسؤلیت لري چې د طالبانو پر سفر بندیز ولګوي، د دوی شتمنۍ کنګل کړي، وسلې ورباندې بندې کړي، او د طالبانو په اړه پرېکړې د شورا د ټولو ۱۵ غړو په اجماع ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د روان میلادي کال په پیل کې د دوو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړی پاتې شوی دی.

خو ځینې پوهان وايي، پاکستان کولی شي له دغه فرصته استفاده وکړي، څو پر طالبانو فشار راوړي چې د هغو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې پاکستان یې د طالبانو تر ملاتړ لاندې ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان چارواکو تل ویلي چې بریدونه د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستانه تنظیمېږي؛ هغه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.

پاکستان تر دې وړاندې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې حضور لري، او له طالبانو یې غوښتي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.