افغانستان

سرچینې: دوه افغان وګړي په امریکا کې په ډزو ووژل شول

سرچينو آمو ته ويلي، چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې، دوه افغان وګړي په دوو جلا ایالتونو کې په ډزو ووژل شول. له دغو دوو تنو يو رسول جان او بل زرمین شینواری نومېږي چې د خوست او ننګرهار ولایتونو اصلي اوسېدونکي وو.

د سرچینو په وینا، رسول جان په کنټاکي ایالت کې د وسله‌والو غلو له خوا د موټر د تښتولو په موخه وژل شوی، او زرمین شینواری بیا په اوکلاهما ایالت کې د ناڅرګندو وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د امریکا پولیسو او چارواکو تر دې دمه د دغو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرې اوونۍ راهیسې دا څلورم افغان وګړی دی چې د بېلابېلو لاملونو له امله د ناڅرګندو وسله‌والو، وسله‌والو غلو یا د امریکايي پولیسو له خوا په ډزو وژل کېږي.

سرچینو د دوشنبې په ورځ آمو ته ویلي چې یو بل افغان وګړی هم تګزاس ایالت کې خپل کور ته نږدې، د ډزو له امله وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا، د دغه وژل شوي کس نوم رئیس سیلاب و او د افغانستان د خوست ولایت اصلي اوسېدونکی و.

سرچینې زیاتوي چې د یکشنبې په ورځ، د غبرګولې ۱۱مه نېټه، یاد کس د خپلو ملګرو لخوا ټلېفوني اړیکه ترلاسه کړې وه او له کوره وتلو ورسته پرې ډزې شوې وې.

تر اوسه د دغه وژنې انګېزه او عاملین نه دي پېژندل شوي.