سرچینې آمو ته وايي چې د خوست د موسیخېل او قلندر ولسوالیو اوسېدونکو په خپل لګښت په دې ولایت کې یو پل جوړ کړی دی.
د سرچینو په وینا، دا پل د خوست دغه دوه ولسوالۍ د دې ولایت له مرکز سره نښلوي او شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د خوست اوسېدونکو ویلي چې مسافرو او ځایي اوسېدونکو د دې پل په جوړولو کې مرسته کړې ده.
د خوست د دې دوو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې دوی پخوا له ډېرو ستونزو سره مخ وو او اوس د دې پل له جوړولو خوښ دي او دوی کولی شي په اسانۍ سره خپل ناروغان د دغه ولایت مرکز ته ولېږدوي.
دوی وايي، پخوا به چې کله باران ورېده، د سېلابونو له امله له دې لارې څخه تېرېدل د دوی لپاره ستونزمن وو او ناروغان به د مرګ له خطر سره مخ وو.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم، د خوست اوسېدونکو او په دې ولایت کې مسافرو په خپل لګښت ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، پلونه او سړکونه جوړ کړي دي.