تېره یوه اوونۍ کې، روسیه درېیم هېواد دی چې له طالبانو سره یې خپلې ډیپلماتیکې اړیکې پیاوړې کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې روسیې په مسکو کې د دوی د نوي سفیر نوماندي منلې ده.
همداراز، په همدې اوونۍ کې پاکستان هم اعلان وکړ چې په افغانستان کې خپله ډیپلماتیکه استازولي د سفیر په کچه لوړوي، او متحده عربي اماراتو هم په دوبۍ کې د طالبانو د سرقونسل باورلیک منلې دی.
له دې ټولو سره، که څه هم د طالبانو له واکمنۍ نږدې څلور کاله تېريږي، خو تر دې مهاله هېڅ هېواد د طالبانو رسمیت پېژندلو ته زړه نه دی ښه کړی.