په داسې حال کې چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ، د متقابلې نښتې لړۍ دوام لري، د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره د دیپلوماتیکو هڅو بهیر هم زور اخیستی دی.
ټاکل شوې ده چې د بریتانیا، آلمان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران نن په جینوا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره وویني.
خو ایران ټینګار کړی چې تر څو چې د اسراییلو بریدونه دوام ولري، دوی به هیڅ ډول مذاکره و نه مني.