د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس، مطیع الحق خالص، د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې نړیوال دې خپلې مرستې له سیاسي مسایلو سره و نه تړي او خپلو مرستو ته دې دوام ورکړي.
هغه په دغه غونډه کې چې د هېواد د چاپېریال وضعیت په اړه جوړه شوې وه، ټینګار کړی چې د اقلیم بدلون او د چاپېریال خراب وضعیت ډېر زیان افغان مېرمنو ته اړوي، او نړیوال بنسټونه باید د خپلو احصایو او راپورونو په چمتو کولو کې دغه قشر هېر نه کړي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس ویلي: «د افغانستان خلک د نړۍ د بشر ټولنې یوه برخه ده او د دې ملت درد د ټولو درد دی او د دې خلکو ستونزې د ټولو ستونزې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبان په کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر دندو بندیز لګولی دی، په ځانګړي ډول په دولتي ادارو او د هېواد په روغتیايي سیسټم کې.
له دې وړاندې، ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه او بندیزونه د دې لامل شوي، چې نړیوال په خپلو مالي مرستو کې د پام وړ کموالی راولي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د اپریل په میاشت کې د بشري کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی، چې پکې اووه پېښې شاملې دي چې د طالبانو لخوا د ۲۹ کارکوونکو نیول (۱۶ نارینه او ۱۳ ښځې) او دوه نورې پېښې چې پکې د ګواښونو او لفظي زورونې راپور ورکړل شوی.
دغو پېښو د بشري کارکوونکو ځواکمنتیا د خوندي او مؤثر فعالیت لپاره محدوده کړي دي.
سربېره پردې، اوچا زیاته کړې چې د اپریل په میاشت کې د څلورو پېښو راپور ورکړل شوی چې د ادارو، کارکوونکو یا توکو پر تګ راتګ محدودیتونه لګول شوي، چې ډېری یې د طالبانو د تلاشۍ پوستو په شاوخوا کې واقع شوي دي. دغه محدودیتونه اکثراً د بشري مرستو په برخه کې د ښځو پر ګډون اغېز کړی.