په داسې حال کې چې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي و، چې د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، شاوخوا درې نیم میلیونه نجونې له زده کړو محرومې کړې دي، د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونیسف) په یوه تازه راپور کې وايي، چې چې شاوخوا څلور میلیونه نور ماشومان هم د بېلابېلو عواملو له امله له زده کړو پاتې دي.
یونیسف د ښوونځیو د مناسبې ودانۍ نشتوالی، پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرل، لازمې روغتیايي اسانتیاوې نه شتون او د مسلکي ښځینه ښوونکو کمښت، د ماشومانو له زده کړو د محرومېدو اصلي لاملونه بللي دي.
همدارنګه، یونیسف په خپل راپور کې ټینګار کړی چې اقتصادي خنډونه هم یو له مهمو ستونزو څخه دي، او کله ناکله ځینې ماشومان د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره د عاید لاسته راوړلو په موخه زده کړې پرېږدي او کار ته مخه کوي.
په دغه راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق د جاپان او سویلي کوریا د دولتونو په ملاتړ، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ښوونکو او روزونکو ته روزنه ورکړې ده، چې پکې د تدریس د میتودونو ښهوالی، د درسي پلانونو چمتو کول، هر اړخیز زده کړه، د صنفونو مدیریت او د سواد او لومړني حساب زدهکړې ښهوالی شامل دي.
یونیسف ټینګار کوي چې په دغو پروګرامونو کې ځانګړی تمرکز پر ښځینه ښوونکو شوی؛ ځکه د دغه صندوق په باور، د لومړنیو ښوونځیو لپاره د ښځینه ښوونکو حضور زیاتول ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ ملاتړ کوي، او د زده کوونکو والدین اکثراً احساس کوي چې له فرهنګي پلوه دا غوره ده چې لوڼې یې له یوې ښځې زده کړه وکړي.
یونیسف د جاپان او سویلي کوریا په ملاتړ ښوونکو ته روزنه ورکړې، چې پکې د تدریس میتودونه، درسي پلانونه، هر اړخیزه زده کړه، د صنف مدیریت، او د سواد او حساب زده کړې شاملې دي.