د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د روسیې سفیر، دیمیتري ژیرنوف، په کابل کې له امیرخان متقي سره په لیدنه کې د طالبانو د نوي نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت سپارلی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، ښاغلي ژیرنوف په دې لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو هیله څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې په ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.
طالبانو ویلي چې په دې لیدنه کې همدارنګه د دوی او مسکو ترمنځ د نویو اړیکو، د کازان د وروستي غونډې تفاهمونو او د ګډو کاري کمیټو د فعالیتونو په اړه خبرې شوې دي.
ښاغلي متقي هم په دې لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ نوي اړیکي «مهمې» بللي دي.