افغانستان سویلي آسیا

ترکي رسنۍ: یو ترکي داعش مشر د افغانستان-پاکستان پر پوله نیول شوی

ترکي رسنیو راپور ورکړي، چې د افغانستان او پاکستان پر پوله د ګډو استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې، د داعش یو لوړپوړی ترکي غړی نیول شوی دی.

انادولو رسنۍ د یکشنبې په ورځ د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې اوزګور التون، چې د «ابو ياسر الترکي» په نوم هم پېژندل کېږي، د داعش تر ټولو لوړپوړی ترکي غړی پېژندل شوی.

ویل کیږي، چې اوزګور التون د يادې ډلې په رسنيزو برخو او لوژستيکي شبکو کې مهم رول درلود.

هغه همداراز د ترکيې او اروپا په بېلابېلو سيمو کې د موسيقۍ تالارونو او نورو ملکي اهدافو باندې بريدونو په طراحي کولو تورن دی.

د ترکيې د ملي استخباراتو اداره (ام‌آی‌ټي) د ښاغلي التون فعاليتونه څارلي وو او معلومه شوې وه چې نوموړی له اروپا او منځنۍ اسيا څخه د داعش جنګيالي د افغانستان-پاکستان سيمې ته انتقالوي.

راپور وايي، چې د ترکيې د ملي استخباراتو اداره (ام‌آی‌ټي) د پاکستان استخباراتي اداره (آی‌اس‌آی) په افغانستان کې د اوزګور التون له حضور او پاکستان ته د تګ له نيته خبره کړه.

د ام‌آی‌ټي او آی‌اس‌آی لخوا په ګډه ترسره شوي عملياتو کې اوزګور التون د پولې پر سر ونيول شو.

دغه داعش غړی د وروستیو عملیاتو لپاره ترکیې ته لېږدول شوی دی. ملګري ملتونه وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې، د داعش او القاعده په ګډون له ۲۰ زیات ترهګریزې ډلې شتون لري.