افغانستان

سرچینې: هرات کې طالبانو د جماعت لمونځ پرېښودو لپاره جریمه ټاکلې

د هرات ځایي سرچینې وايي چې طالبانو امر کړی، هغه نارینه چې د جماعت لمانځه ته نه حاضرېږي، باید هره ورځ سل افغانۍ جریمه ورکړي. د دې ولایت اته تنه ځایي سرچینو آمو ته منلې ده، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست، په هرات کې د خلکو پر ژوند محدودیتونه لا زیات کړي دي.

دوی وایي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې د خلکو پر تګ‌را تګ، فعالیتونو او ورځني ژوند له پخوا جدي څارنه کوي. طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې له خلکو سره د خپل د امر بالمعروف د کارکوونکو ناسم چلند تل رد کړی دی.

اته سیمه‌ییزو سرچینو آمو ته منلې ده، چې طالبانو د افغانستان لویدیځ زون، په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې، د ښځو پر ژوند محدودیتونه زیات کړي دي. په دې راپور کې د مرکه کوونکو هویت د امنیتي دلایلو له امله پټ ساتل شوی او په مستعار نوم او غږیزو یا په لیکلي بڼې یې له آمو سره خبرې کړې دي د دغو سرچینو په وینا، ښځې له اجباري حجاب او د طالبانو له نظر سره سم پوښښ پرته نشي کولای په ښار کې تګ راتګ وکړي، او په ځینو مواردو کې آن له دولتي ادارو څخه هم منع شوي دي.

سرچینې زیاتوي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورین، چې «دوره» یې په لاس کې وي، د هرات ښار په ګڼو بازارونو کې، په ځانګړې توګه د « لیلامي بازار » په نوم د ښځینه جامو د پلور یوه لویه سیمه کې، پلټنې کوي.

د هرات یوه اوسیدونکې وايي: «په څو تیرو ورځو کې محدودیتونه زیات شوي. موږ بې له چادري نشو وتلی. پخوا به مو اوږده ماسک او حجاب اچاوه، خو اوس چادري په سر کول لازمي شوې. پرون چې بازار ته لاړو، هغه ښځې چې مانتو یې اغوستې وه، د قصر نگین او قصر هرات مارکېټونو ته پرېنښودل شوې. امر بالمعروف د لیلامي دواړه خواوې تړلې وې. اوس چې اختر نږدې دی او خلک بازار ته راوتي، دا کار خلکو ته لویې ستونزې جوړوي. له طالبانو غواړو چې دا محدودیتونه لږ کړي.»

د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبان اوس په ښار کې د خلکو پر تګ راتګ او فعالیتونو د پخوا په پرتله جدي څار کوي.

د هرات یو بل اوسیدونکی وایي: «څو ورځې مخکې له مېرمنې سره مې بازار ته وتلي وو، موټر یې ودراوه. زما مېرمن یې مخاطبه کړه او و یې ویل چې بله ځل دې ته اجازه ور نه کړې چې بې له چادرۍ او له مانتو سره ووځي. ټکسیان او رېکشاوې یې هم همداسې پلټل، خو دا کار یې په ټولو ځایونو کې نه، یوازې په ځینو د پلټنې په پوستو کې کاوه.»

دا راپورونه ښيي چې طالبان د ښځو د ازادۍ پر وړاندې لا زیات فشار واردوي او د اسلامي امارت د امر بالمعروف پالیسۍ، د خلکو د ورځني ژوند پر ازادیو نیغ په نېِغه اغېز کوي.

په هرات کې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو تر څنګ، اوس د نارینه‌وو پر وړاندې یو نوی اقدام عملي شوی دی. په ځینو سیمو کې طالبانو داسې یو نوملړ جوړ کړی چې «د جومات د مقتدیانو نوملړ» نومېږي. د دې نوملړ له مخې، هر هغه نارینه چې د جماعت لمونځونو ته حاضر نه شي، باید هره ورځ ۱۰۰ افغانۍ جریمه ورکړي.

د هرات یو اوسېدونکی وايي: «زه پخپله یو ډاکتر یم، دنده لرم او نه شم کولای چې د ماښام او ماخوستن لمونځونو ته په جماعت کې حاضر شم. سره له دې چې د جومات مقتدیان پوهېږي، خو بیا هم له ما په وار، وار پوښتنې کېږي. هره ورځ باید سل سل افغانۍ جریمه ورکړو، ځکه دوی نه ویني چې زه لمونځ کوم. نه پوهېږم خپل شکایت له چا سره شریک کړو.»

دا تازه محدودیتونه د بشري حقونو د فعالانو له کلکو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.

طالبانو که څه هم تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبانو سخت چلندونه رد کړي وو. خو د بشري حقونو فعالان، دا ادعاوې ردوي.

له تېر کال راهیسې چې طالبانو د امر بالمعروف قانون توشیح کړی، د دوی محتسبانو د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او انجونو، پر وړاندې لا ډېر محدودیتونه وضع کړي دي.