افغانستان کډوالي

امریکا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پست لغوه کړ

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت انځور.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا یو خپور شوی سند، چې د پناه غوښتونکو د حقونو مدافع ائتلاف لخوا شریک شوی، ښيي چې دغه وزارت د افغانستان د وګړو د انتقال د همغږۍ دفتر (کی‌یر- پاملرنه) مسوولیتونه د افغانستان د چارو دفتر ته انتقال کړي دي، او همدارنګه یې د افغانستان د چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي پست هم له منځه وړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په رسمي توګه د دغو بدلونونو په اړه څه نه دي ویلي او دا لا معلومه نه ده چې آیا نوی جوړښت یا میکانیزم به د روانو هڅو د مدیریت او بیا رغونې لپاره ځای ناستی شي که نه.

دغه بدلونونه د پخوانیو چارواکو او د پناه غوښتونکو د حقونو د فعالینو اندېښنې راپارولي دي.

هغوی خبرداری ورکړی چې د ځانګړو جوړښتونو له منځه وړل ممکن، د هغو زرګونو افغان وګړو په وړاندې چې لا هم د مېشتېدو یا مرستې په تمه دي، د واشنګټن د ژمنو د عملي کولو وړتیا کمزورې کړي.