د افغانستان پاراتکواندو لوبغاړې، ذکیه خدادادی د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۸مه) په خپل انسټاګرام صفحه اعلان وکړ، چې د برازیل «اوپن پاراتکواندو» آزادو سیالیو کې یې د برونزو مډال ګټلی دی.
دغې افغان پاراتکواندو لوبغاړې په دې اړه ویلي: «دا مډال یوازې زما لپاره نه دی، بلکې د ټولو افغان ښځو لپاره دی چې د ټولو ستونزو سره سره لا هم ولاړې دي.»
هغې ویلي چې «هیڅکله» به د خپلې لارې پر وړاندې د خنډونو په وړاندې تسلیمه نشي. دغه ورزشکاره وايي: «کېدای شي له خنډونو سره مخ شو؛ خو هیڅکله به تسلیم نشو. موږ به بېرته راپورته شو، تل.»
دغې افغانې ښځینه ورزشکارې مخکې له دې، د ۲۰۲۴ میلادي کال د «بیبیسی د الهامبښونکې او اغېزناکو ښځو» په فهرست کې هم شامله شوې وه.
هغې د ۲۰۲۴ پاریس پارالمپیک سیالیو کې برخه اخیستې وه او د مډال له اخیستلو سره یې د پارالمپیک د کډوالو لوبډلې د لومړۍ غړې په توګه تاریخ جوړ کړ.
له دې وړاندې، کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې بېرته واک ته ورسېدل، ذکیه خدادادي د خپل لومړي پارالمپیک (توکیو) د ګډون له فرصته محرومه شوه.
ویل کېږي چې هغه د نړیوال پارالمپیک کمیټې په مرسته او د فرانسې په ملاتړ له افغانستانه ووتله او د افغانستان لومړۍ ښځینه ورزشکاره شوه چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په یوه نړیوال ورزشي سیالۍ کې ګډون وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې، د «زنان پیشرو» سازمان هم هغې ته د ۲۰۲۴ میلادي کال «الهامبښونکې ښځې» لقب ورکړی دی.