بشري حقوق

طالبانو په کابل او کندز کې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه په دورو ووهل

طالبانو په کابل او کندز ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه په بيلابېلو تورونو په دورو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندز ولایت په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه د «زنا» په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان هر یو په ترتیب سره ۳۹ دورې وهل شوي او په  درې کال بند محکوم شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې ویلی، چې په کابل ولایت کې درې تنه د مخدره موادو(الکولي مشروباتو او نشه‌يي تابليتو ذيکپ) د خرڅلاو په تور، په دورو وهل شوي دي.

د خبرپاڼې په وینا، دغه کسان له ۱۰ څخه تر ۳۹ دورو وهل شوي دي او له یوه کاله تر دوو کلونو بند محکوم شوي.

د آمو له موندنې چې د طالبانو سترې محکمې له خبرپاڼو اخیستل شوي، ښيي چې د غبرګولي له پیله تر اوسه (غبرګولي ۸مه)، ۳۶ تنه چې پکې دوه ښځې هم شاملې دي، په کندز، بدخشان، لغمان، کابل او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو له امله د خلکو د سترګو په وړاندې د طالبانو له لوري په دورو وهل شوي دي.

ویل شوي چې طالبان یوازې د غوايي له لومړۍ نېټې تر ۳۱ پورې، ۸۱ تنه چې ۱۵ ښځې هم پکې شاملې دي، د هېواد په شاوخوا ۱۴ ولایتونو کې د خلکو د سترګو پر وړاندې په دورو وهلي دي.

د بشري حقونو فعالانو دا کار د طالبانو له خوا د بشري حقونو ارزښتونو خلاف بللی او دا یې د نړیوالو کنوانسیونونو سرغړونه ګڼلې ده.