افغانستان

هلمند کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته

په هلمند ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې آمو ته وایی، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې پر غاړه د دغه ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې، نښته رامنځ ته شوې ده.

د سرچینو په وینا، دغه نښته نن سهار پیل شوې او لاهم دوام لري.

سرچینې وایی، چې د تلفاتو په اړه لاتر اوسه جزئیات نه دي شریک شوي.

طالبانو لاتر اوسه ددغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.