په داسې حال کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تهران ته په خپل وروستي سفر کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان او ایران اړیکې باید پیاوړې شي او اختلافونه، په تېره بیا د هلمند د اوبو د حق موضوع، حل شي، یو پخواني ایراني ډیپلومات خبرداری ورکړی چې د طالبانو دا ډول ژمنې عملي تضمین نه لري او پرې باور نشي کېدای.
ابوالفضل ظهرهوند، چې پخوا په افغانستان کې د ایران سفیر و او اوس د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاستونو د کمیسیون غړی دی، یوې ایرانی رسنۍ ته ویلي: «زموږ اړیکې له افغانستان سره، په تېره بیا له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي، نامتعادلې شوې دي؛ ځکه دا حکومت (طالبان) لا هم د نړیوالې ټولنې له خوا په رسميت نه دی پېژندل شوی. له دې سره، د کورني نظم وضعیت یې هم روښانه نه دی، نه د افغانستان د قومونو په وړاندې، او نه هم د سیمې د مسایلو لکه د اوبو او مهاجرت په برخه کې.»
هغه زیاته کړې: «په داسې حالاتو کې د طالبانو د چارواکو خبرو ته باور نشته، ځکه دا حکومت نه نړیوال مشروعیت لري، او نه هم دننه یووالی لري.»
ښاغلي ظهرهوند همداراز د افغانستان د اوسني ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه ویلي: «اوس مهال فقر، بیکاري، د یوه هر اړخیز حکومت نشتوالی، او د طالبانو تر منځ خپلمنځي اختلافونو، په افغانستان کې داسې ناپایدار حالت رامنځته کړی، چې یوازې د دې هېواد خلک نه، بلکې ګاونډي هېوادونه، په تېره بیا ایران، هم ترې اغېزمن شوي دي.»
هغه د امیرخان متقي د وروستي لیدنې او د ایران له ولسمشر سره د دوه اړخیزو پانګونې د موضوع په اړه ویلي: «افغانستان اوس داسې نه دی چې پر ایران کوم ګواښ جوړ کړي. د افغانستان د خصوصي سکتور پانګونه په ایران کې یوه مثبته موضوع ده؛ خو دا د هلمند د اوبو د حق مسلې سره هېڅ تړاو نه لري. دا دوه موضوعات باید سره ونه تړي.»
ښاغلي ظهرهوند په پای کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان وضعیت دې د یوه هر اړخیز او له نړیوالې ټولنې څخه منل شوي حکومت د جوړېدو لور ته لاړ شي، څو په داسې رسمي او مسؤلانه جوړښت کې د هلمند د اوبو د حق په ګډون د اساسي مسایلو حل ته زمینه برابره شي.
طالبانو تر دې دمه د دې ایراني چارواکي د څرګندونو په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.