په اسټرالیا کې یوې مسلمانې سناتورې فاطمه پیمان د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغې د یوه نارینه همکار پر وړاندې پارلماني څارونکې ادارې ته شکایت کړی، ځکه دغه همکار ګواکې هغه د شراب څښلو او «پر مېز ګډا» ته هڅولې وه.
دغې سناتورې، چې په افغانستان کې زېږېدلې ده، ویلي چې الکول نه څښي او ادعایي کړې، چې دغه مشر همکار یي له ډېرو شرابو څښلو وروسته د یو رسمي غونډې پر مهال بېځایه خبرې وکړې.
هغې ایبیسي ته وویل: «هغه راته وویل، راځه لږ شراب وڅښه او وګورو چې ته به پر مېز ګډا کوې.»
آغلې پیمان، چې ۳۰ کلنه ده، زیاته کړه: «ما دغه همکار ته وویل، ښه، زه نور دا نه شم زغملای، او بیا مې رسمي شکایت وکړ.»
دا روښانه نه ده چې پېښه کله رامنځته شوې وه او دا هم نه ده معلومه چې دغه همکار څوک و.
آغلې پیمان د اسټرالیا په پارلمان کې د لومړۍ سناتورې په توګه پېژندل شوې چې حجاب اغوندي.
په ۲۰۲۱ کال کې، پخوانۍ سیاسي کارمنده بریټني هېګینس ادعا وکړه چې یوه همکار یې د پارلمان په دفتر کې جنسي تیري پرې کړی و. دغې تور په ټول هېواد کې پراخ اعتراضونه راوپارول.
له یوې جدي ارزونې وروسته ښکاره شوه، چې د اسټرالیا پارلمان د ډېرو الکولي څښاکونو او جنسي ځورونې له ستونزو ډک دی.
په ۲۰۲۴ کال کې، خپلواکې سناتورې فاطمه پیمان د چپلوري کارګر حکومت څخه بېله شوه، ځکه چې دا حکومت یې په غزه کې د فلسطینیانو د ملاتړ په برخه کې ناکام وباله.