افغانستان د آمو حوزه

د یوناما مشرې د افغانستان د ثبات په اړه له قزاقستاني چارواکو سره خبرې وکړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې، روزا اتنبایوا او د دې سازمان د نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې سیمه‌ییز استازي، الیور استولپ د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال وزیر، آکان رحمتولین سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې «په افغانستان کې ثبات، دوامداره پرمختګ او د نشه‌يي توکو سره مبارزه» د دې لیدنې مهم بحثونه وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یوناما مشرې د یوې پلاوي په مشرۍ دا مهال په قزاقستان کې ده او ټاکل شوې چې د روان میلادي میاشتې په ۲۹ او ۳۰ نېټو کې د «آستانه نړیوالې غونډې» په ناسته کې ګډون وکړي.

یوناما تر اوسه د دې لیدنې او د هغې د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د خبرپاڼې له مخې، «دواړو لوریو د قزاقستان لخوا د یوناما او د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر سره د همکارۍ پراخې مسالې، او د افغانستان د ثبات او دوامداره پرمختګ په برخه کې د روغتیا، پوهنې، بېخ‌بناوو، د کار زمینه برابرولو او همدارنګه د ګډو احتمالي پروژو، د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ د اهدافو لپاره د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه ییز مرکز د پرانیستلو په چوکاټ کې، بحثونه کړي دي.»

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال وزیر په دې لیدنه کې یادونه کړې چې هېواد یې په دوامداره توګه له افغانستان سره د بشري مرستو، لکه د خوړو، اړینو توکو، درملو برابرولو او همدارنګه د تعلیمي پروژو په برخه کې مرسته کړې ده.