په دوو بېلابېلو ادارو کې دوو دولتي کارکوونکو آمو ته تایید کړه چې د دوی معاشونه کم شوي دي.
مخکې له دې، له کندهاره یوې باخبرې سرچینې آمو ته ویلي وو چې د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د حکومتي ادارو د تشکیلاتو کمولو په دوام د دولتي کارکوونکو د معاشونو د کمښت امر هم صادر کړی دی.
له دې سره ځینې کارکوونکي ټینګار کوي چې له دوو میاشتو څخه زیات ځنډ وروسته، دوی یوازې د یوې میاشتې معاش ترلاسه کړی، او هغه هم د کمښت سره.
په ورته وخت کې، د طالبانو د مالیې وزارت یوې سرچینې آمو ته تایید کړه چې د طالبانو دغه وزارت د بودیجې له کمښت سره مخ دی.
خو طالبانو په رسمي ډول په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.