سوداګري

وېسټ: طالبان به د امريکا له خوا ازادې شوې شتمنۍ ته لاسرسی ونه لري

ټام وېسټ

امريکا په يوه تازه ګام کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ۳.۵ میليارد ډالرو د ازادېدو اعلان وکړ.

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس وېست د چهارشنبې پر ورځ په يوه انلاينه خبري ناسته کې خبريالانو ته وویل، چې د تاشکند او دوحې د خبرو په دوام او د افغانستان د خلکو د اقتصادي بحراني وضعیت د سمون لپاره پرېکړه دا ده، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ۳.۵ میليارد ډالر به په سوېس کې د افغان فنډ په نوم تازه مالي بنسټ ته وسپارل شي.

د وېسټ په وینا، د افغانستان دغه تازه ازاده شوې شتمنۍ به له ترهګرۍ د نه ملاتړ او له فساد څخه د مخنیوي لپاره تر څارني لاندي وي.

ښاغلي وېست خبريالانو ته وویل، چې د افغانستان ازادې شوې پېسې، چې شمېر يې ۳.۵ میليارد ډالره دی، د شفافيت او لګولو چاري به یې د افغانستان د ماليې د پخواني وزير داکټر انورالحق احدي او د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي شاه محمد محرابي په ګډون د يوه بې پلوه پلاوي له لوري وڅارل شي.

وېست وایي: «دغه پېسې د افغانستان له خلکو سره د مرستي لپاره دي او د افغانستان بانک او طالبان به ورته هيڅ ډول لاسرسی ونه لري او دوی به د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره له ځينو افغانانو سره اړيکه ونیسي.»

ټام وېست ویلي، چې “د افغان فنډ” په نوم نوي مالي بنسټ به د افغانستان بانک د ټولو راکړو ورکړو، د برېښنا د پورونو د ورکولو او د نویو بانک نوټونو د چاپ په برخه کې د دغو پيسو مسووليت ولري.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي همداراز وویل، چې طالبان دا مهال شتون لري او باید د يوې منظيمي پاليسۍ له مخي ورسره تعامل وشي.

هغه په دوام کې وویل: «کوم موقف کې، چې زه يم زما دريځ او سياست به دا وي، هغه چارې همغږي او ترسره کړم، کوم چې د افغانانو او امريکا په ګټه وي، زه د سياسيت په ټولو پیچلتیاوو پوهېږم او کولای شو داسي کړني همغږي کړو، چي افغاناتو ته یې ګټه ورسیږي.»

ټام وېست په داسي حال کې له افغانانو سره پر مرسته ټینګار کوي، چې د طالبانو ټول مشران له تېرو شپږو ورځو راهيسي په کندهار کې دي او د دې ډلي له مشر مولوي هیبت الله سره د سرچينو د خبرو له مخې له امريکا سره د نوي تعامل پر جزئياتو خبرې کوي.