طالبانو په پنځو ورځو کې په څلورو ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۳۳ کسان په دُرو وهلي دي.
د آمو موندنې په غویي میاشت کې د ورته وخت په پرتله د درو وهلو په شمیر کې نږدې ۱۳۰ سلنه زیاتوالی ښیې.
د دې موندنو پر بنسټ، دغه کسان د اخلاقي فساد، له کوره د تیښتې، له کوره د تیښتې سره د مرستې او غلا په تور له لسو څخه تر څلویښتو دُرو وهل شوي او له اوو میاشتو څخه تر دریو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.
د طالبانو د سترې محکمې معلومات ښيي چې دا کسان د ټولو په وړاندې په دورو وهل شوي وو.
طالبانو په شدت سره د بدني سزا بهیر ته دوام ورکړی دی. د سزاګانو شمېر، په ځانګړې توګه په درو وهل، هره ورځ مخ په زیاتیدو دی.
د آمو موندنې ښيي چې طالبانو د غبرګولې په لومړیو پنځو ورځو کې په څلورو ولایتونو کې د ټولو په وړاندې څه کم ۳۱ کسان په دُرو وهلي دي، چې دوه ښځې هم پکې وې. دا شمېره د غويي میاشتې په ورته وخت کې د ۱۳۰ سلنې زیاتوالی ښیي چې د پام وړ زیاتوالی دی.
د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو پر بنسټ، دا کسان په کابل، لغمان، پکتیا او بدخشان ولایتونو کې د “زنا، له کوره د تېښتې، له کوره د تېښتې سره د مرستې، غلا او لواطت” په تور له ۱۰ څخه تر ۴۰ دُرو وهل شوي او له اوو میاشتو څخه تر دریو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.
د غویي له لومړۍ نیټې څخه د دې میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې، طالبانو د هیواد له ۱۴ څخه زیاتو ولایتونو کې د ۱۵ ښځو په ګډون ۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. په تېره میاشت کې، طالبانو د خلکو په دُرو وهلو سربیره، په فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې څلور کسان قصاص کړل. د طالبانو مشر ویلي چې د مجازاتو د پلي کولو لپاره یې هوډ کلک او نه ماتیدونکی دی، په ځانګړې توګه د سزا ورکولو.
د آمو موندنې ښيي چې طالبانو په تیرو دریو کلونو کې نږدې زر کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي، چې له ۱۶۰ څخه زیاتې ښځې هم پکې شاملې دي. ظاهرا، دا پروسه په تدریجي ډول په افغانستان کې عادي شوې ده، او طالبان د حدود او شریعت په اړه هغه څه چې د دوی تفسیر دی پلي کولو ته دوام ورکوي.
که څه هم د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په وار وار له طالبانو څخه غوښتي چې د هیواد د وګړو بدني سزا لغوه کړي، او دا یې د بشري حقونو پراخه سرغړونه بللې ده؛ خو طالبانو په دې برخه یو ګام هم شاته نه دی اخیستی. هبت الله اخندزاده ویلي چې هغه به حدود پلي کړي، په ځانګړې توګه قصاص.