د انټالیا څلورمه ناسته د افغانستان د راتلونکي په اړه د یو ملي ډیالوګ د پیل په موخه نن (دوشنبه، د غبرګولي پنځمه) په ترکیه کې پیل شوه.
د افغانستان د راتلونکي په جوړښت کې د هېواد د مدني ټولنې فعاله ونډه، د سیاسي څېرو، مېرمنو او ځوانانو مشارکت د دغو خبرو اترو له کلیدي موضوعاتو څخه دي.
د انټالیا درېمه ناسته د ۱۴۰۲ کال د حوت په ۱۴مه نېټه په ترکیه کې جوړه شوې وه، چې له افغانستانه دننه او بهر شاوخوا ۸۰ کارپوهانو، د بشري حقونو فعالانو، ډیپلوماتانو او خبریالانو د هېواد په اړه خبرې وکړې.
دغه ناسته د «د خبرو اترو او پرمختګ مرکز-جنیوا» له لوري د ترکیې په انټالیا ښار کې جوړه شوې وه.
نصیر احمد اندیشه، چې په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازی دی، د ناستې موخه د هېواد د اوسنیو بنسټیزو موضوعاتو په اړه خبرې کول، د سیاست، ټولنې او اقتصاد په چوکاټ کې د ملي خبرو اترو لړۍ کې، یاده کړې وه.
تمه ده چې د خلکو واکمني، د واک مسئله، د خلکو ونډه، د حکومتدارۍ، اقتصادي عوامل، اساسي قانون، د مدني ټولنې تعریف سره دوه اړخیزې اړیکې، د ښځو غورځنګ، سیاسي ټولنه او د افغانستان د اوسني او راتلونکي همغږۍ لارې او د رسنیو رول، د دغې ناستې له نورو بحثونو څخه وي.