جک مککین، د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد سرتېری او د امریکا د پخواني سناتور جان مککین زوی، چې په افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې، وايي چې هېواد او خلک یې د هغو افغان پناه غوښتونکو پور وړي دي چې متحدین یې بلل شوي. د هغه په وینا، دغه پور اوس باید امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د انتقال له لارې ادا شي.
هغه د(سي،بي،اس) خبري شبکې سره په خبرو کې ټینګار کړی چې هغه افغانان چې مخکې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی یا د شلو کلونو جګړې پر مهال یې له هغوی سره همکاري کړې، اوس د طالبانو د «غچ اخیستنې» له خطر سره مخ دي.
ښاغلي مککین ویلي: «اساساً هر هغه څوک چې موږ ونه توانېدو له هېواده وباسو، اوس د خطر سره مخ دي. دغه پېلوټان او د عملې غړي تر وروستي پړاو پورې {د امریکايي ځواکونو ترڅنګ} له طالبانو سره جنګېدل، له همدې امله طالبان هڅه کوي چې هغوی ومومي او غچ ترې واخلي، هغه څه چې طالبانو ښکاره ژمنه کړې وه چې نه به یې کوي. نو نه یوازې هغوی په خطر کې دي، بلکې موږ هم د هغوی پور وړي یو.»
امریکایي تقاعد شوی سرتېری وايي چې د افغان متحدینو د همکارۍ له امله امریکايي ځواکونه ژوندی پاتې شوي او اوس هم ژوند کوي.
هغه ټینګار کړی: «نه یوازې زه شخصاً د هغوی پوروړی یم، بلکې د امریکا ملت هم د هغوی پوروړی دی؛ دا پور باید اوس ورکړل شي. ټول، له ژباړونکو نیولې تر د ځمکني ځواک پېلوټانو پورې چې زموږ په امر یې له امریکا سره کار کړی او جنګېدلي، باید وکولای شي له افغانستانه امریکا ته راشي شي او باید ساتنه یې وشي.»
هغه چې د وتلو بهیر کې له مرستندویانو څخه و، ویلي: «موږ هر څه چې مو وسه رسېده وکړل تر څو ډېر خلک له هېواده وباسو. خو د شاتګ له ګډوډۍ او {که رښتیا ووایو} د امریکا د حکومت د نه پلان جوړونې له امله، چې زیاتره کسانو یا کله ناکله کوچنیو پوځي واحدونو پورې تړلې وه، ډېری خلک پاتې شول. زما په قضیه کې، زه اړ وم چې لومړیتوب ورکړم چې څوک باید وباسو. زه اړ وم چې د عملیاتو پېلوټان تر زده کوونکو پېلوټانو مخکې وباسم.»
دغه تقاعد شوی امریکایي سرتېری زیاتوي چې هغه له دې نظر سره مخالف دی چې ګواکې افغانستان د هغو کسانو لپاره چې اوس مهال په امریکا کې د «موقتي ساتنې» تر شرایطو لاندې دي او هغه پناه غوښتونکي چې اوس د ډونالډ ټرمپ حکومت له خوا د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي، «یوه امن سیمه» ده.
هغه د امریکا له دوه ګوندي استازو غوښتنه کړې چې د هغو افغان پناه غوښتونکو لپاره چې متحدین ګڼل شوي او د امریکا د ځانګړې مهاجرتي ویزې تر پروګرام لاندې دي، د ویزو شمېر ډېر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کورني امنیت وزارت تېره دوشنبه اعلان وکړ چې د هغو افغان وګړو لپاره چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته امریکا ته تللي، د موقتي ساتنې پروګرام به د جولای په ۱۲ مه پای ته ورسېږي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې، کریسټي نوم، د دې پرېکړې علت د افغانستان د امنیتي وضعیت ښه والی ښودلی او ادعا یې کړې چې د دې پروګرام ځینو لرونکو کې د امنیتي ګواښونو او احتمالي درغلیو په اړه څېړنې شوې دي او وروستۍ پرېکړه د امریکا د ملي ګټو لپاره شوې ده.