افغانستان

ایراني رسنۍ: ٦٩٥ افغان کډوال نیول شوي دي

د “دیدیان ایران” په نامه رسنۍ راپور ورکړی، چې ٦٩٥ افغان کډوال د ایران په زاهدان ښار کې نیول شوي دي.دغې رسنۍ د حميد نوري د زاهدان د پولیسو د قوماندان په حواله لیکلي، چې دغه کسان د دغه ښار د اجتماعي امنیت په موخه عملیاتو کې نیول شوي دي.

د زاهدان د پولیسو قوماندان وویل: “همدارنګه د دې طرحې د تطبیق په ترڅ کې ۴۸۷ تنه معتادین، ۶۲ تنه کوچني خرڅوونکي د نشه‌يي توکو، ۲ تنه د مرګ سوداګر، ۳ تنه د قاچاقچیانو، او ۱۱۵ تنه غله نیول شوي او اړوندو مراجعو ته سپارل شوي دي.

“ایراني چارواکو په پرله پسي توګه د افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړئ.

د آمو د موندنو له مخې، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو وزارت له خوا وړاندې شوي، ښيي چې له تېرو لسو ورځو (د غويي له ۱۸مې تر ۲۸مې) راهیسې، ۱۰۵۴ تنه افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي او بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

په داسې حال کې چې د ناروې د مهاجرو شورا په خپل تازه راپور کې ویلي چې له سپتمبر ۲۰۲۳ راهیسې، چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل پیل شوي، تر اوسه له یو میلیون ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

برسیره پردې، په دې راپور کې اټکل شوی چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، شاوخوا ۶۰۰ زره نور افغانان به له پاکستانه وایستل شي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.