د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د اپریل په میاشت کې د بشري کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی، چې پکې اووه پېښې شاملې دي چې د طالبانو لخوا د ۲۹ کارکوونکو نیول (۱۶ نارینه او ۱۳ ښځې) او دوه نورې پېښې چې پکې د ګواښونو او لفظي زورونې راپور ورکړل شوی.
دغو پېښو د بشري کارکوونکو ځواکمنتیا د خوندي او مؤثر فعالیت لپاره محدوده کړي دي.
سربېره پردې، اوچا زیاته کړې چې د اپریل په میاشت کې د څلورو پېښو راپور ورکړل شوی چې د ادارو، کارکوونکو یا توکو پر تګ راتګ محدودیتونه لګول شوي، چې ډېری یې د طالبانو د تلاشۍ پوستو په شاوخوا کې واقع شوي دي. دغه محدودیتونه اکثراً د بشري مرستو په برخه کې د ښځو پر ګډون اغېز کړی.
د اوچا په وینا، د اپریل میاشت کې ۱۸ سلنه د ټولو راپور شویو پېښو د جنسیت له مخې وې، چې تر ډېره ښځینه کارکوونکي هدف ګرځولي. دا شمېر د تېرو میاشتو په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي چې دا د ښځو لپاره د خطرونو او محدودیتونو د زیاتېدو څرګندونه کوي.
په راپور کې راغلي چې د اپریل میاشت کې طالبانو دوه لارښوونې خپرې کړي چې په ځانګړي ډول د بشري همکارانو هدف ګرځوي او له هغوی د مخکېنیو غوښتنو لکه د استفادې کوونکو فهرستونو د وړاندې کولو تکرار کوي.
اوچا وايي چې د طالبانو له خوا د عملیاتو په چارو کې د لاسوهنې او د لاسرسي ستونزو له امله، د اپریل میاشت کې ۳۵ بشري فعالیتونه موقتي وځنډول شول.
دا اداره وايي چې د طالبانو مداخلې او نور محدودیتونه د اپریل میاشت کې د تېرو میاشتو په پرتله ۱۱ سلنه زیات شوي، چې دا مسئله د افغانستان د عملیاتو چاپېریال لا هم ننګونکی کوي.
اوچا په خپل راپور کې ویلي چې د تېرو میاشتو په جریان کې ۶۰ پېښې ثبت شوي چې پکې محدودیتونه او د عملیاتو کې مداخلې شاملې دي. له دې ډلې، ۱۶ پېښې د مرکزي سیمو، ۱۲ د جنوبي سیمو، او ۱۰ د غربي ولایتونو کې ثبت شوې دي.
سره له دې، اوچا وايي چې دغه پېښې د ۲۰۲۴ کال د اپریل میاشتې په پرتله ۵۲ سلنه کمې شوي، خو دا د افغانستان د اړمنو وګړو لپاره د لاسرسي عمومي وضعیت ښه کېدل نه ښيي. دا کمښت زیاتره د امریکا د مالي مرستو د ځنډولو له امله دی، چې له امله يې ډېر بشري همکاران خپلې مرستې کمې کړي یا درولي، چې له امله يې د لاسرسي ستونزې هم لږې شوې یا لږ راپور شوې دي.
په راپور کې زیاته شوې چې دا محدودیتونه د بشري مرستو پر وختي او مؤثر تحویل اغېز کوي.
«په بشري فعالیتونو کې مداخله، د فزیکي چاپېریال ستونزې، د تګ راتګ محدودیتونه، د بشري کارکوونکو، شتمنیو او تأسیساتو پر وړاندې تاوتریخوالی» هغه پېښې دي چې اوچا د اپریل میاشت کې د لاسرسي خنډونه ګڼلي.
په راپور کې ټینګار شوی: «د موجوده چارواکو (طالبانو) مداخله تر ټولو لوی محدودیت پاتې دی، چې ۷۳ سلنه د ټولو راپور شویو پېښو برخه جوړوي. دا د تېرو میاشتو په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي. ټولټال ۴۴ پېښې د مداخلې له امله د بشري عملیاتو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، چې پکې د پلان جوړونې، مرستو د وېش، د تفاهم لیکونو پر لاسلیک، تدارکاتو او ګمارنو کې خنډونه، د استفادې کوونکو په ټاکنه کې مداخله، د کارکوونکو فهرست او نورو حساسو معلوماتو غوښتنه، او د ښځینه کارکوونکو د ګډون محدودیتونه شامل دي.»