روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د ۲۰۲۵ کال له پيل راهيسې د شري ناروغۍ مشکوکو پېښو ثابت زیاتوالی ښودلی

عکس له آرشیف څخه

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال له پيل راهيسې د شري ناروغۍ مشکوکو پېښو ثابت زیاتوالی ښودلی دی.

دغه سازمان وایي، چې د شري ناروغۍ مشکوکو پېښو تر ټولو لوړه کچه د اپرېل د میاشتې د څلورمې اونۍ په ترڅ کې ثبت شوې، چې ۴زره او ۱۷۲ پېښو ته رسېدلې وه.

په راپور کې راغلي دي: «د ۲۰۲۵ کال په پرتله دغه کچه د تيرو درې کلونو (۲۰۲۲-۲۰۲۴) د منځنۍ کچې څخه لوړه ده.»

د دغې راپور په وینا، د ۲۰۲۵ کال د مې د میاشتې په دویمه اونۍ کې، ۴زره او ۰۴۳ مشکوکې پېښې او ۲۱ اړوند مړينې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د ټولو پېښو څخه، ۲زره او ۰۲۷ (۵۰.۱٪) ښځينه وې او ۲زره او ۹۵۱ (۷۳.۰٪) تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان وو.

د ۲۱ نويو مړينو څخه، ۱۹  تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان وو، په داسې حال کې چې ۱۱ ښځينه وې. دغه پېښې او له ۹ ولايتونو راپور شوي: «هلمند (۶)، کابل (۵)، هرات (۴)، بدخشان (۱)، بادغیس (۱)، بغلان (۱)، بامیان (۱)، جوزجان (۱) او سمنگان (۱.»

د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال له پيل راهيسې، شاوخوا ۵۵زره او ۶۷۸ د شري ناروغۍ مشکوکې پېښې او ۳۵۷ پورې اړوند مړينې ثبت شوي دي.

د ۲۰۲۵ کال له پيل راهيسې په هلمند کې ۵۰.۲ فیصده پېښې راپور شوې، ورپسې نورستان ۳۷.۰ فیصده، بدخشان ۳۲.۵ فیصده، جوزجان ۳۰.۶ فیصده او ارزگان ۲۸.۵ فیصده پېښې راپور شوي دي.