هندي رسنیو د يوې دولتي سرچينې له خولې راپور ورکړی چې دغه هېواد له څلور کلن ځنډ وروسته د افغانستان د وګړو لپاره د ويزې ورکول بيا پيل کړي دي.
هند وروسته له هغه چې د طالبانو واکمني په اگست ۲۰۲۱ ميلادي کې بېرته پر افغانستان حاکمه شوه، خپل سفارت او کونسلګرۍ يې وتړلې او افغان وګړو ته د ويزې ورکول يې وځنډول.
د هند يوې دولتي سرچينې د دغه هېواد «هندو» ورځپاڼې ته ويلي، چې د افغان وګړو لپاره د ويزې يو نوی «انلاين فورم» د اپريل مياشتې په وروستيو کې پيل شوی دی.
د راپور له مخې، افغان وګړي کولای شي د سوداګرۍ، روغتيا، او نورو موخو لپاره، چې پکې هنرمندان او ورزشکاران هم شامل دي، د هند ويزې لپاره انلاين غوښتنليک ورکړي.
په امريکا کې د هند سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې افغان وګړي چې غواړي هند ته سفر وکړي، د ويزې غوښتنه کولای شي، انلاين وړاندېز وکړي او بايد «د پاسپورټ کاپي او د افغانستان ملي پېژند پاڼه (تذکره) چې ضروري دي» پورته کړي.
دغه سفارت ويلي چې د افغانستان د استوګنې اسناد او هر هغه سند چې د نوموړي کس په اړه په افغانستان کې د شغل ثبوت وړاندې کوي «اختياري» دي او متقاضي کولای شي هغه هم په «انلاين فورم» کې پورته کړي.
د راپور له مخې، پته «indianvisaonline.gov.in» د «افغان وګړو لپاره نوې ويزه» ده چې د هند سفارتونو ويبپاڼو ته زياته شوې او افغان وګړي کولای شي له دغې لارې «انلاين فورم» ترلاسه کړي او د ويزې غوښتنه وکړي.
په دغه لارښود کې ويل شوي چې متقاضي بايد «يو تازه عکس چې مخې ته وي، د سپين پسمنظر سره، او د پاسپورت د بيو پاڼې او ملي پيژند پاڼې (تذکرې) عکس چې د شخصي معلوماتو لکه نوم، د زيږون نېټه، تابعيت، د ختمېدو نېټه…» لري، پورته کړي.
د هنرمندانو او خپلوانو لپاره داخلې ويزه
په دې پورټال کې ويل شوي چې هنرمندان، فرهنګي شخصيتونه، پوهان، او متخصصان چې غواړي د کلتوري پېښو يا د بااعتباره بنسټونو له خوا ملاتړ شوي فعاليتونو کې د لنډې مودې لپاره پرته له مزدوري ګډون وکړي، کولای شي د «داخلې ويزې» غوښتنه وکړي.