د ترک دولتونو سازمان غړو هېوادونو مشرانو په ګډه اعلامیه له طالبانو غوښتي، چې “د ترهګرۍ او ترهګریز ګواښ له منځه یوسي” او د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه همغږې او پیاوړې کړي.
د ترک دولتونو سازمان دا ګډه اعلامیه د غړو هېوادونو د مشرانو لخوا په یوه “غیررسمي” ناسته کې چې د غويي میاشتې په ۳۱مه نېټه ترسره شوه، لاسلیک شوې ده او دا اعلامیه اوس تازه خپره شوې ده.
په اعلامیه کې د افغانستان د قومي ځانګړنو په پام کې نیولو سره، د ټولو قومونو د ګډون په نظر کې نیولو سره د یوه ټولشموله حکومت جوړېدو ټینګار شوی؛ داسې حکومت چې د ټولو بشر حقونو ته پرته له توپیره درناوی وکړي.له بلې خوا، د دې سازمان غړو هېوادونو په اعلامیه کې غوښتنه کړې چې د نشهيي توکو د کر او قاچاق پر وړاندې مبارزه کې نورې هڅې وشي.
د دې هېوادونو مشرانو د افغانستان د بشردوستانه وضعیت په اړه “اندېښنه” ښودلې او ټینګار یې کړی چې له دې هېواد سره د بشري مرستو اړتیا ته په کتو، نړیواله ټولنه باید خپلې مرستې ته دوام ورکړي.په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د افغان کډوالو له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ څخه بېرته راستنېدل باید په رضاکارانه ډول وي او د هغوی د ټولنې سره یوځای کېدل باید اسانه شي.
د دې سازمان د غړو هېوادونو مشران وايي: “له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې همغږي، همکاري او جوړښتي تعامل د دې هېواد له چیلنجونو د مخنیوي لپاره حیاتي دی، څو له ناوړو پایلو مخنیوی وشي.”
همدارنګه، د افغانستان له کنګل شوو شتمنیو ازادېدل چې د بهرنيو بانکونو په حسابونو کې دي، د دې سازمان د غړو هېوادونو له نورو غوښتنو څخه دي، چې د افغانستان د بانکي سکتور د بېرته را ژوندي کولو، د نړيوال مالي نظام سره د شفافیت بنسټونو، اړوندو قانوني اقداماتو او د هېواد اقتصادي احیا د اسانتیا لپاره پرې ټینګار شوی دی.
له بلې خوا، دغو هېوادونو له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان د بېرته راستنېدونکو کډوالو له چیلنجونو سره د مقابلې لپاره نړیوالې مرستې دوام ومومي.