د طالبانو تر ادارې لاندې د عامه ګټو وزارت وايي چې د سالنګ د پاتې برخو د بیا رغونې کار پیل شوی او له همدې امله د دې لارې اصلي مسیر د تګ راتګ پرمخ تړل شوی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د دې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په ایکسپاڼې خپره کړې ده، د هېواد له وګړو غوښتي چې د سالنګ له فرعي لارې تګ راتګ وکړي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، بار وړونکو موټرو ته د سالنګ له اصلي لارې په نوبتي ډول د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي. د بار وړونکو موټرو تګ به یوه شپه د شمال نه جنوب ته وي او بله شپه له جنوب نه شمال ته.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ګڼ شمېر وګړي وايي، طالبانو سره له دې چې په تېرو دوو کلونو کې یې د سالنګ لاره د ښارونو د خلکو پر مخ په میاشتو میاشتو بنده کړې؛ خو د دې لارې د بیا رغونې په برخه کې هېڅ د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
دغه وګړي ټینګار کوي چې، سره له دې چې طالبان د دې لارې د اساسي جوړولو ادعا کوي؛ خو سالنګونه په تېرو دوو کلونو کې تر پخوا ډېر خراب شوي دي او تګ راتګ پرې له جدي ستونزو سره مخ دی.
بلخوا یو شمېر وګړي وايي چې طالبان د سالنګونو په دواړو خواوو کې امنیتي پوستې جوړې کړي دي او له هر کوچني مسافري موټر څخه ۸۰ افغانۍ او له لویو بار وړونکو موټرو څخه څو چنده زیاتې پیسې اخلي؛ هغه څه چې خلک یې «اخاذي» بولي.
طالبانو تر اوسه د سالنګ پر لویه لاره د تګ راتګ لپاره د دغو پیسو اخیستلو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی؛ خو د هېواد وګړي وايي چې د اقتصادي وضعیت او پراخې بېوزلۍ په پام کې نیولو، دغه پیسې ورکول پرې درنې تمامېږي.