له ۶۰ زیاتو بنسټونو، ټولنو، سازمانونو او د بشري حقونو او انتقالې عدالت په برخه کې فعال خوځښتونو، په یوه پرانیستي لیک کې له نړیوال جزايي محکمې غوښتي چې د «افغان ښځو پر وړاندې د جرمونو د مرستې» په تور د زلمی خلیلزاد د مېرمن شریل بنارد د محاکمې لپاره اقدام وکړي.
د ښځو د ملکي خدماتو خوځښت، د روزنه امید ټولنیز سازمان، د مخکښو مبارزو ښځو خوځښت، د افغانستان د جمهوريخواه ښځو شبکه، د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو خوځښت، د رسنیو، سولې او ښې حکومتدارۍ انستیتوت، د فنلنډ افغانانو کانون، د مقتدره افغان ښځو خوځښت، د افغانستان د هزارهوو فرهنګي او همبستګۍ ټولنه او ۵۵ نور بنسټونه او سازمانونه، دا پرانیستی لیک لاسلیک کړی دی.
دغو بنسټونو او سازمانونو له نړیوال جزايي محکمې غوښتي چې د شریل بنارد د احتمالي جنایتونو د همکارۍ او تبلیغ رول په اړه رسمي تحقیقات پیل کړي.
په دې اعلامیه کې چې دغه بنسټونه او سازمانونه یې د نړیوالو حقونو مستنداتو، د ملګرو ملتونو رسمي راپورونو او د قربانیانو ثبت شوو شهادتونو پر بنسټ ادعا کوي، چې د خلیلزاد مېرمن شریل بنارد رول د «طالبانو سپینمینځل، د ښځو پر وړاندې د جوړښتي تاوتریخوالي انکار، او د مهاجرینو بېرته ستنېدو ته د جنسي آپارتاید فضا ته اسانتیا» برابرولو له امله تر نقد او څېړنې لاندې نیول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې شریل بنارد، د زلمی خلیلزاد مېرمن چې د امریکا د سولې لپاره ځانګړې استازې په توګه یې د دوحې خبرې اترې مخ ته وړې وې، تر دې مخکې ویلي چې د افغان مهاجرینو او د هغوی ملاتړو بنسټونو اندېښنې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه «بېاساس» دي او زیاته کړې چې دوی باید له بېرته ستنېدو ونه وېرېږي.
شریل بنارد د تېرې اوونۍ د سهشنبې په ورځ په نشنل انترست وېبسایټ کې خپره شوې مقاله کې د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د زدهکړو بندیز «د منلو وړ نه او بې دینه دلیل» بللی؛ خو د ښځو پر وړاندې د سرکوب راپورونه یې رد کړي دي.
هغې چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې کابل ته سفر کړی و، ویلي چې د افغانستان بېرته ستنېدونکي چې د طالبانو تر واک لاندې د تعلیمي نظام په اړه اندېښنه لري، خپل ماشومان باید شخصي ښوونځیو ته ولېږي.
د زلمی خلیلزاد مېرمن د طالبانو د واکمنۍ له لوري د نړیوالو هېوادونو له منزوي کولو سره مخالفت کړی او دا یې «بېعدالته او عجیبه» بللی دی. هغې ادعا کړې چې د هند ښځې له افغانستان څخه په ډېر بد وضعیت کې دي. هغې وویل: «د [طالبانو] چلند له ښځو سره هېڅ د هند د پرمختللي او ځواکمن هېواد تر وحشیانه چلند پورې نه رسېږي.»