نړۍ

د انرژۍ له ناورین سره د مبارزې طرحه؛ له اوکراین سره د یووالي ښودلو لپاره د اروپايي ټولنې هڅې

Photo: EU Commission

اروپايي کمېسیون له اوکراین سره د یووالۍ په ښودلو سره پر اوکراین د روسیې د پوځي برید له امله د انرژۍ ناورین د محدودولو لپاره خپل یو شمېر وړاندیزونه معرفي کړل.

د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې د انرژۍ لوړه بیه او بې مخینې ګراني له هغې وروسته زیاته شوه چې مسکو ددې ټولنې د بندیزونو په غبرګون کې پر اروپا د ګازو صادرات محدود کړل.

دا وضعیت د دې لامل شوی چې ښي پالي ګوندونه دا دلیل وړاندې کړي چې لازیات بندیزونه د روسیې له خوا اروپا ته زیان رسوي او باید کم شي.

په داسې حال کې چې د اوکراین لومړۍ مېرمنې اولنا زلنسکا په اروپايي پارلمان کې د ددې ټولنې په کلنۍ ناسته کې افتخاري مېلمنه وه، د اروپايي کمېسیون رییس فون ډرلاین وویل چې بندیزونو پر روسیې واقعي اغېز کړی او همداسې به دوام وکړي.

فون درلاین چې په ټولو هېوادونو کې د برېښنا لګښت د کمښ په ګډون کورنیو او اروپايي ټولنې ته د مرستو لپاره وړاندیزونه وکړل وې ویل چې دغه ټولنه د کورنیو او کاري بهیر د ودې لپاره هڅې کوي.

هغې د اوکراین او اروپايي ټولنې د بیرغونو په شان د آبي او زېړو رنګونو جامو په اغوستو سره وویل: «زه په دې باور چې په مېړانې او یووالي سره به پوتین ماتې وخوري او اروپا به بریالۍ شي، دلته ولاړه یم.»