سټو شیلر، د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا د پوځ د وتلو په اړه د ښکاره او سختو نیوکو له امله له خپلې دندې ګوښه او د محکمې له خوا محاکمه شو، اوس د دې عملیاتو د تحقیقاتي ټیم د لوړ پوړي غړي په توګه ټاکل شوی.
ښاغلي شیلر چې د کابل په هوايي ډګر کې د کړکېچ پر مهال د پرمختللي پیاده ځواکونو د روزنې واحد قوماندان و، په یوه جنجالي ویډیو کې یې د پوځ پر لوړ پوړو افسرانو سختې نیوکې وکړې، او هغوی یې د تخلیې بهیر په «بې مسؤولیتۍ او کمزوري مدیریت» تورن کړل.
دا ویډیو په هماغه ورځ خپره شوه چې د کابل په هوايي ډګر کې یوه ترهګریز ځانمرګي برید ۱۳ امریکايي سرتیري او ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل.
له دې نیوکو وروسته شیلر د امریکا له سمندري ځواکونو څخه وویستل شو او په نظامي محکمه کې محاکمه شو.
خو څلور کاله وروسته د پنټاګون په پالیسیو کې بدلون او د ډونالډ ټرمپ واک ته د راستنېدو سره، د شیلر لپاره شرایط په بشپړ ډول بدل شول.
هغه اوس مهال د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسټ د لوړ پوړي سلاکار په توګه دنده ترسره کوي او د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د مدیریت د بیاکتنې او څېړنې مسؤولیت لري.
شیلر په خپلو وروستیو څرګندونو کې وویل: «د پېښې تریخ طنز دا دی چې اوس زه باید وڅېړم چې څوک باید د افغانستان په اړه ځواب ویونکي وي.»
هغه ټینګار وکړ چې د امریکا پوځ بنسټیزو بدلونونو او دودیزو اړیکو ته د پای ټکي اېښودلو ته اړتیا لري او اصلاحات د هغو خلکو پرته ممکن نه دي چې د نیوکې او بدلون راوستلو جرئت لري.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسټ په دې اړه وویل: «شیلر یوازینی کس و چې په افغانستان کې د پېښو په اړه د حقیقت ویلو له امله له دندې ګوښه شو او اوس هغه فرصت لري چې دا حقایق بیا وڅیړي.»
د امریکا د پوځ د پخواني والي شان پارنیل په مشرۍ یوه نوې تحقیقاتي ډله جوړه شوې ده ترڅو په ۲۰۲۱ کال کې د ځواکونو د چټک او ګډوډ وتلو بهیر ټول اړخونه وڅیړي.
په دې ټیم کې جیري ډانلیوي هم شامل دی هغه ورځپاڼه لیکونکی چې تېر کال یې په تېرو څېړنو کې د ناکافي پرمختګ له امله استعفا ورکړه.
د سټو شیلر د ټاکل کېدو په اړه غبرګونونه ګډوډ دي. د امریکا د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو هغه د دې مقام لپاره «ناپوه او نا مناسب» بللی خو د هغه همکارانو او پخوانیو افسرانو په ګډون هغو کسانو چې د شیلر سره یې کار کاوه، د پوځ د راتلونکي ښه کولو او د هغه تر قوماندې لاندې سرتېرو ته د پاملرنې په اړه د هغه پر ژمنتیا ټینګار کړی.
شیلر مخکې د پوځي انضباطي سرغړونو په شپږو تورونو تورن شوی و او بالاخره یې د تورونو له منلو وروسته د متحده ایالاتو له سمندري ځواک څخه استعفا ورکړه. خو هغه تل په دې باور وو چې د امریکا پوځ باید «ډېر مسلکي، روڼ او د وړتیا پر بنسټ» اداره شي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو امر د هغه وخت ولسمشر جو بایډن لخوا شوی و.
د ۲۰ کلونو د ګران او کړکېچن پوځي شتون وروسته دا وتل په چټکۍ سره ګډوډۍ ته ورسېدل او طالبانو د څو اوونیو څخه په کمه موده کې د کابل کنټرول ترلاسه کړ.
په سلګونو زره خلک د کابل هوايي ډګر ته د هیواد پرېښودو لپاره راټول شول او په عین حال کې د هوايي ډګر په دروازه کې یو ځانمرګی برید د امریکا د پوځي تاریخ ترټولو غمجنې ورځې په توګه وپېژندل شو.
ورته مهال ټیلیګراف لیکلي چې د پنټاګون د پرېکړې کولو مرکز ته د سټو شیلر بیرته راستنېدل او په څیړنیزه ډله کې شتون یې نه یوازې د واشنګټن د بدلیدونکو پالیسیو انعکاس دی، بلکې د منتقدینو د غږونو د پېژندلو او د امریکا د پوځي او سیاسي چارو په مدیریت کې د حساب ورکولو د اړتیا نښه هم ده.