د اسراییلو لمړي وزیر بنیامین نتنیاهو په واشنګټن ډي سي کې د خپل سفارت په وړاندې د دوی په کارکوونکو د ډزو له پیښې وروسته په ټوله نړۍ کې د خپل هېواد د ډیپلوماټیکو ماموریتونو او کارکوونکو د امنیت د زیاتوالي امر کړی دی.
نوموړي په ایکس کې یوه څرګندونه کې لیکلي: «موږ د یهودانو ضد وحشناکو بیو او د اسراییلي دولت پر وړاندې د ظالمانه کړنو ګواهان یو. د اسراییلو پر وړاندې تاوتریخوالی خونړی قیمت لري او باید ورسره مبارزه وشي. ما په ټوله نړۍ کې د اسراییلو په ماموریتونو او د اسراییلو استازو لپاره د امنیت د زیاتوالي امر کړی.»
د اسراییلو لومړي وزیر دا پېښه «د یهودانو ضد» وبلله.
په څرګندونه کې ویل شوي چې د اسراییلو لومړي وزیر د پیښې په اړه د امریکا له لوی څارنوال پام بنډي سره خبرې وکړې او د قاتل د هویت په اړه لمړني معلومات د دواړو خواوو ترمنځ شریک شول.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تر دې وړاندې د پېښې په غبرګون کې ویلي وو چې هغه دا پېښه «په سختو ممکنه الفاظو غندي.»
نوموړي په ایکس کې لیکلي چې دا برید «بزدلانه او یهود ضد تاوتریخوالي یو بې رحمه عمل» و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د هغه د هېواد امنیتي ادارې به د ډزو عاملین تعقیب کړي او «د عدالت منګولو ته به یې وسپاري.»
تر دې وړاندې د اکسیوس نیوز خبریال د اسراییلي سفارت د ویاند په حواله راپور ورکړ چې په واشنګټن ډي سي کې د یهودانو په یوه مذهبي مراسمو کې د ډزو وروسته د اسراییلي سفارت دوه کارکوونکي ووژل شول.
تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا ډزې چا یا کومې ډلې کړې دي.