افغانستان

اوچا: د امریکا د مرستو ځنډ په هېواد کې بشردوستانه عملیات سخت اغېزمن کړي

د اوچا لخوا د مرستو د وېش د بهیر انځور

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل نوي راپور کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډولو په افغانستان کې د بشري مرستو پر عملیاتو سخت اغېز کړی.

دغه سازمان وايي چې د مرستو کمښت د سرچینو د زیاتوالي او ذخیره کولو، د طبیعي پېښو قربانیانو ته د ځواب ویلو او د ژمنیو بشري هڅو په ګډون په بشري مرستو کې ګڼ منفي بدلونونه رامنځته کړي.

په راپور کې راغلي چې د دغو مرستو د کمښت له امله په هېواد کې ۱۸۸ بشردوستانه روغتیايي مرکزونو فعالیت درېدلی چې ۱.۶ میلیونه اړمن خلک او ۱۷۰۰ ښځینه کارکوونکې یې اغیزمن کړي دي.

اوچا زیاته کړې چې د بشردوستانه عملیاتو د کیفیت تضمین او پلان جوړونه، اعتبار، ماین پاکي، نغدي مرسته، د خطر سره مخ کورنیو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنیدونکو ملاتړ هغه سکتورونه دي چې د بودیجې د کمښت له امله اغېزمن شوي دي.

د راپور په یوه برخه کې دا هم ویل شوي چې تر اوسه پورې په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ شاوخوا ۳۰ سازمانونو هم د بودیجې د کمښت له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې په افغانستان کې د امریکا مالي ملاتړ د بشري فعالیتونو لپاره په ځانګړې توګه د بېړنیو مرستو ادارو پیاوړتیا او په هیواد کې په حساسو وختونو کې د ځواب ویلو لپاره مهم دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په راتلونکي کال کې بشردوستانه مرستو بودیجه کې د پام وړ کموالي له امله په هېواد کې د «سخت» بشري وضعیت خبرداری ورکړی.

دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په راتلونکي دوبي کې په هېواد کې درې میلیونه وګړي ژوند ژغورونکو خوراکي مرستو ته اړتیا لري. خو د بودیجې د نشتوالي له امله یوازې یو میلیون وګړو سره د «ویجاړوونکې لوږې» څخه د خلاصون په برخه کې مرسته کولی شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ملګرو ملتونو په ګڼ شمېر راپورونو کې د هېواد بشري وضعیت نازک بللی او ملیونونو خلک د «خوراکي توکو د سخت کمښت» په شرایطو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ سږ کال په هېواد کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري خو د دې سازمان مرستندویه ادارې هم د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.