نړۍ

اوکراین د امریکا په شاتګ سره د روسیې پر وړاندې د سختو بندیزونو طرحه اروپايي ټولنې ته وړاندې کوي

عکس از رویترز

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بندیزونو له سختولو څخه په شا شو رویټرز راپور ورکړی چې اوکراین به راتلونکې اونۍ له اروپايي ټولنې څخه وغواړي چې د مسکو د منزوي کولو لپاره د روسیې د شتمنیو کنګل کولو او د دې هېواد د نفتو په ځینو پیرودونکو باندې بندیزونه لګولو په ګډون نوي ګامونه په پام کې ونیسي.

اوکراین د اروپايي ټولنې له ۲۷ غړو څخه غوښتي چې د روسیې پر وړاندې د بندیزونو په اړه بریدګر او خپلواک دریځ غوره کړي د دې هیواد په وینا په دې برخه کې د واشنګټن د راتلونکي رول په اړه ناباوري شتون لري.

په دې راپور کې راغلي چې د ۴۰ پاڼو سپارښتنو په منځ کې د اروپايي ټولنې کې د روسیې د شتمنیو د کنګل کولو د چټکتیا او اوکراین ته د هغوی د لېږلو لپاره د قانون جوړولو غوښتنه هم شامله ده. هغه خلک چې د روسیې تر بندیزونو لاندې دي کولی شي له دې هېواد څخه د تاوان غوښتنه وکړي.

اروپايي ټولنه باید د خپلې خاورې څخه د باندې د خپلو بندیزونو د پلي کولو لپاره، «د هغو بهرنیو شرکتونو په نښه کولو سره چې د روسیې سره د مرستې لپاره د دوی ټیکنالوژي کاروي او د روسیې د نفتو په پیرودونکو باندې د دوهم پړاو بندیزونه لګولو په ګډون» یو لړ ګامونه پورته کړي.

دا ډول بندیزونه چې کولی شي د هند او چین په څېر لویو پېریدونکو ته ضربه وارده کړي به یو لوی ګام به وي چې اروپا یې تر اوسه پورې د اخیستلو څخه ډډه کوله. ډونالډ ټرمپ د اوس لپاره د اقدام نه کولو پرېکړې  دمخه په ښکاره ډول پدې اړه خبرې کړې وې.

د اوکراین دا «سپین چېک» له اروپايي اتحادیې غواړي چې د بندیزونو لپاره د اکثریت پرېکړې کولو په اړه غور وکړي ترڅو د انفرادي غړو هېوادونو د هغو اقداماتو مخه ونیسي چې د رایو اتفاق ته پکې اړتیا ده.

اروپايي کمیسیون تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دوشنبې په ورځ له پوتین سره له خبرو وروسته ټرمپ پرېکړه وکړه چې پر روسیې نوي بندیزونه ونه لګوي چې په دې سره یې د اروپایي مشرانو او کییف چې له څو اونیو راهیسې یې پر مسکو د فشار زیاتولو لپاره لابي کوله، هیلې له منځه یوړې.

یوه باخبره کس خبري اژانس ته ویلي: «ټرمپ له پوتین سره له ټلیفوني خبرو وروسته د اوکراین او اروپايي مشرانو سره خبرې وکړې او هغوی ته یې وویل چې هغه نه غواړي اوس بندیزونه ولګوي او خبرو اترو ته باید وخت ورکړل شي.»