روغتیا

سرچینې: طالبانو په کابل کې ۱۱ روغتیايي انستیتیوتونه نجونو ته د زده کړو له امله وتړل

عکس اداره یک انستیتوت در کابل پس از دستور طالبان، در حال مسدودشدن است.

سرچینې آمو ته وايي چې د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت په کابل کې نجونو ته د زده کړې له امله د روغتیا علومو ۱۱ انستیتیوتونه تړلي دي.

سرچینو زیاته کړه چې طالبانو دا انسټیټیوټونه ځکه وتړل چې یو شمیر نجونو او ښځو ته یې د لومړنیو روغتیایي مرستو روزنه ورکوله.

له بل لوري د روغتیایي علومو یو شمېر خصوصي انستیتیوتونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پوهه په عمومي ډول، په ځانګړې توګه طبي پوهه د افغانانو لومړیتوبونه او اساسي اړتیاوې دي.

د طالبانو له لوري د تړل شوي یو انستیتیوت په دروازه د مهر و لاک پاڼې انځور

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې په دې پرېکړه بیا غور وکړي او د ښځینه زده کوونکو پر مخ  د زده کړې او پوهې دروازې پرانیزي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو تر دې وړاندې تېر کال د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د طبي انستیتیوتونو  د چارواکو په یوه غونډه کې د طالبانو د مشر په حواله یو شفاهي حکم صادر کړ او د هغې پر بنسټ طالبانو په طبي انستیتیوتونو کې د نجونو زده کړه او روزنه په بشپړه توګه منع کړه.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په غونډه کې خبرداری ورکړی چې په هېواد کې روغتیایي ادارې نور د ښځینه زده کوونکو د جذب حق نلري.

د طالبانو له لوري د یو تړل شوي انستیتیوت اداره چې د اسنادو د راټولولو او دروازې بندولو په حال کې ده

په ورته وخت کې، د بشري حقونو یو شمېر فعالانې وايي چې طالبانو په هېواد کې د ښځو پر حقونو د زیاتېدونکو محدودیتونو په لګولو سره د خلکو ژوند په «دوزخ» بدل کړی.

د دغو ښځو له ډلې څخه یو شمېر یې د طالبانو دا بندیزونه او محدودیتونه «جنسیتي اپارتاید» بللي او له نړۍ او نړیوالو سازمانونو یې غوښتي چې دا په رسمیت وپېژني.