افغانستان

اسحاق ډار متقي سره لیدنه کې پاکستان سره د طالبانو د ډیپلوماتیکو اړیکو د «چټکتیا او زیاتوالي» هرکلی کړی

عکس از دیدار امیرخان متقی وزیر خارجه طالبان با محمد اسخاق‌دار وزیر خارجه پاکستان در پکن

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د لمړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د چهارشنبې په ورځ په بیجینګ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.

د وزارت د مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې ښاغلي اسحاق ډار په دې لیدنه کې د پاکستان سره د طالبانو د «ډیپلوماتیکو اړیکو د چټکتیا او زیاتوالي» هرکلی وکړ.

په مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د ناستې په جریان کې موافقه وکړه چې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، اتصال او امنیت په برخو کې د متقابلو ګټو د پرمختګ لپاره همکاري وکړي.

له بل لوري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امیر خان متقي په بیجینګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره هم لیدلي او د «دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکارۍ» یې په اړه یې خبرې کړي.

د چین په بیجیګ کې د وانګ یي سره د متقي د لیدنې انځور

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې امیر خان متقي په دې ناسته کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د دوی تر ادارې لاندې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې بیجینګ تېره ورځ (سه شنبه، د غویي په ۳۰مه) د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې غونډې کوربه و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې په بیجینګ کې درې اړخیزه ناسته کې د «سیمه ییز امنیت ډاډمنولو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا» لپاره د درې اړخیزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار شوی دی.

د بهرنیو چارو وزیرانو په غیر رسمي درې اړخیزه ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، او د پاکستان د لمړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.

په بیجینګ کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې ناستې انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا په دې ناسته کې دواړو لوریو د سیاسي تعاملات پر زیاتوالي، د اړیکو چینلونه پر پیاوړتیا د سوداګرۍ او زېربناوو پر پراختیا او ګډې اقتصادي ودې موافقه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې «ترهګرۍ» سره د مبارزې او په سیمه کې د ثبات او دوامداره پرمختګ د ودې لپاره د ګډې ژمنې په اړه هم ټینګار وشو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي ټاکل شوې ده چې شپږمه درې اړخیزه ناسته د طالبانو په کوربه توب په کابل کې ترسره شي.