د پاکستان په لوېدیځ بلوچستان ایالت کې د ښوونځي پر یوه بس چې زده کوونکي یې لېږدول په ځانمرګي برید کې د دریو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي.
دا برید د بلوچستان ایالت په ناآرام کې شوې چې له کلونو راهیسې د بیلتون غوښتنې مقاومتونو سره لاس او ګرېوان دي.
د ځايي مرستیال والي یاسر اقبال په وینا چاودنه د مرکزي بلوچستان د خضدار ښار په څنډه کې هغه وخت وشوه کله چې یو بس ماشومان پوځي ښوونځي ته بېول.
امنیتي ځواکونو سمدلاسه د پیښې ځای کلابند کړی او د ژغورنې کارکوونکو، ټپیان سیمه ییزو روغتونونو ته لېږدولي. په تلویزیون کې خپاره شوي انځورونه هغه موټر ښیې چې زده کونکي یې لیږدول چې د چاودنې له امله سخت زیانمن شوی او د کنډوالې او ژغورنې کارکوونکو په منځ کې کلابند دی.
که څه هم تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤولیت نه دی منلی، خو شکونه د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو په ځانګړې توګه د بلوچستان د آزادۍ پوځ په اړه متمرکز دي. هغه ډله چې متحده ایالاتو په ۲۰۱۹ کال کې یوه ترهګره ډله اعلان کړه. دا ډله او په سیمه کې نور یاغیان په پوځي ځواکونو، دولتي زېربناوو او ځینې وخت په ملکي وګړو د بریدونو تاریخچه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا برید په کلکه وغانده او دا یې د «بربریت یوه ښکاره بیلګه» وبلله. هغه په یوه ټلویزیوني څرګندونه کې وویل: «د بې ګناه ماشومانو په نښه کول د دښمن اصلي څېره او وحشت ښیي. دا عمل هېڅ ډول سترګې پټول نه مني.»
په پیل کې اعلان وشو چې په برید کې څلور ماشومان وژل شوي دي خو وروسته چارواکو ارقام بدل کړل او ویې ویل چې دوه قربانیان لویان وو. چارواکو ویلي چې د مړو شمېره ښايي لوړه شي ځکه چې د ځینو ټپیانو چې ډیری یې ماشومان دي حالت نازک ښودل شوی.
دا برید په داسې حال کې شوی چې په بلوچستان کې په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. قومي تاوتریخوالی، د اقتصادي تبعیض احساسات، او د حکومت د پراختیایي پروژو سره مخالفت دا سیمه د کلونو راهیسې د ناکراریو مرکز ګرځولی دی. بلوچستان هم د ستراتیژیک اقتصادي پلان یو له مهمو مرکزونو څخه دی چې د «چین او پاکستان اقتصادي دهلیز» په نوم پېژندل کیږي، چې په وروستیو کلونو کې یې د امنیتي پلوه ځانګړې پاملرنه راجلب کړې ده.