د ایران د نفتو وزیر محسن پاک نژاد افغانستان ته د کانونو د کشف، استخراج او پروسس په برخه کې د تخنیکي او تخصصي تجربو د لېږدولو لپاره د تهران په بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ او د کانونو او انرژۍ په برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا اعلان وکړ.
هغه د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري سره په یوه لیدنه کې وویل: «ایران چمتو دی چې د کانونو د کشف په برخه کې خپله تخنیکي پوهه او تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.»
نوموړي د دواړو هېوادونو بډایه معدني سرچینو ته په اشارې سره دا د اضافي ارزښت او اقتصادي ودې لپاره یو ځانګړی فرصت بللی.
ایراني چارواکو ویلي: «دا همکارۍ کولی شي د ملي سرچینو په غوره کارولو او د دواړو هېوادونو په متقابل پرمختګ کې مرسته وکړي.»
په دغه لیدنه کې همدا راز د کانونو د کشف، استخراج او پروسس د څار لپاره د ګډو کمېټو د جوړولو اعلان هم وکړ.
ورته مهال هدایت الله بدري له ایران څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د کانونو سکتور د پراختیا لپاره تخنیکي او انجینري خدمات وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې چې افغانستان د نفتو او ګازو څخه بډایه پنڅه رسوبې سیمې لري خو د هغوی د بشپړې ګټې اخیستنې لپاره اړین تخنیکي ظرفیت نلري.
په ورته وخت کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د نفتو وزیر محسن پاک نژاد او هدایت الله بدري د نفتو او ګازو اړوند د همکارۍ د پراختیا په اړه یوې موافقې ته ورسېدل.
ښاغلي پاک نژاد د بدري سره په خپله ګډه غونډه کې له ګاونډیو هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې د ایران د حکومت پر ستراتېژۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي بدري د افغانستان د نوي کشف شویو نفتو او ګازو د زېرمو په کشف، پراختیا او تولید کې د ایراني شرکتونو د پوهې څخه د کار اخیستلو او ګډون غوښتونکی دی.